لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د نرښځانو دپاره د صحت خصوصي کارډونه شروع کړل


په ٢٠١٨ کې ماروي ملک د پاکستان په تاریخ کې لومړی نرښځی شو چې په ټېلې وژن نیوز کاسټر یا د خبرونو کروبتوب یې شروع کړو

پاکستان د نرښځانو دپاره د صحت د خېر ښېگړي خصوصي کارډونه شروع کړل او چارواکي وايي د دغه گام مقصد نرښځان د صحت په مد کې د تعصب نه محفوظ ساتل دي.

د صحت د چارو په اړه د وزیراعظم عمران خان مشیر ظفر مرزا وویل د نرښځانو دپاره د صحت خصوصي کارډونه به هغو نرښځانو ته ورکول کېږي چې د حکومت سره یې نوم لیکنه شوي وي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، ظفر مرزا وویل هر څوک چې غواړي په شناختي کارډ کې د جنس په اړه خپل شناخت نرښځي ته بدل کړي هغوی ته به یوه موقع ورکول کېږي.

ظفرمرزا په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې حکومت به خبره یقیني کوي چې د نرښځانو په شمول ټول خلک دې د صحت اسانتیاو ته مساوي رسايي ولري.

په پاکستان کې نرښځان وايي مذهبي سخت دریځه خلک ورته دړکې ورکوي او پرې د هم جنس پرستۍ او د پېسو دپاره په جنسي کاروبار کې د ککړتیا الزامات لگوي.

د صحت د خېر خېگړې په مد کې د تعصب سره مخامخ کېږي او ډاکټران د دې مشکل سره مخامخ وي چې د نرښځانو علاج د ښځو او که د سړو په وارډونو کې وکړي. ظفر مرزا وویل حکومت اراده لري چې په ټول ملک کې د نرښځانو دپاره جدا هسپتالونه جوړ کړي.

په کال ٢٠١٢ کې پاکستان په رسمي ډول نرښځان د دریم جنس په توگه تسلیم کړل.

خو داسې گڼل کېږی چې د نرښځانو دپاره حالات بدلېږي. په ٢٠١٨ کې ماروي ملک د پاکستان په تاریخ کې لومړی نرښځی وو په ټېلې وژن د نیوز کاسټر یا د خبرونو کروبتوب یې شروع کړو.

خو د دې باوجود نرښځانو ته په ټولنه کې ښه نه کتل کېږی، کورنۍ یې نه خپلوي، د کور نه بهر ورته پېغورونه ورکول کېږی او په ځینو وختونو کې پرې پرتشدد حملې کیږي. گڼ شمېر نرښځان د ژوند تېرولو دپاره یا خو خېر غواړي او یا د پېسو دپاره په جنسي کاروبار مجبور وي.

د پاکستان سپریم کورټ حکومت ته امر کړی و چې نرښځان دې په شناختي کارډونو کې د دریم جنس په توگه وپېژني او نادره به نرښځانو ته د صحت خصوصي کارډونه جاري کوي.

XS
SM
MD
LG