لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان، ملېشیا او ترکي به د اسلامي معلوماتو دپاره ټېلې وژن شروع کوي


عمران خان او رجپ طیب اردوان

د اسلام په اړه د معلوماتو خورولو دپاره به پاکستان، ترکي او ملېشیا په شریکه د انگریزۍ ژبې ټېلې وژن چېنل شروع کوي. دا اعلان د پاکستان وزیراعظم عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړو.

عمران خان دغه اعلان په نیویارک کې د ترکي صدر رجپ طیب اردوان او د ملېشیا وزیراعظم مهاتیر محمد سره د درې اړخېزې غونډې وروسته وکړه.

عمران خان وویل مجوزه ټي وي چېنل به کوښښ کوی چې د اسلام په اړه غلط تاثرات او د اسلام نه ویره یا فاسلاموفوبیه" لرې کړي.

د دریو هېوادونو دغې مجوزه ټېلې وژن په اړه څېړونکي دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا یو داسې ټي وي چېنل چې خاص هدف یې د اسلام په اړه معلومات زیاتول دي، په غربي نړۍ کې د اسلام نه ویره په ختمولو کې موثره کردارا ادا کولی شي؟ په داسې حال کې چې د مسلمانانو خلاف د پروبگېنډې او کرکې د مخنیوي دپاره گڼ شمیر اسلامي ټېلې وژن چېنلې د وړاندې څخه موجود دي.

مهاتیرمحمد
مهاتیرمحمد

په اسلام اباد کې د "پیس سټډیز" نومې څېړنې ادارې محمد عامر رانا وايي "مسله ډیره ژوره ده او یوازې یو ټېلې وژن به کافي نه وي" چې حل یې کړي. ښاغلي رانا وویل د یو دانشورانه بنیاد په غیرموجودگۍ کې به یو ټېلې وژن چېنل هیڅ اهمیت ونلري پرته د دې چې ځوابي پروپگېنډه وکړي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ عمران خان او رجپ طیب اردوان د ملگرو ملتونو په دفتر کې د نفرت نه ډکې وینا خلاف د یوې مباحثي کوربتوب وکړو.

غونډې ته وینا کې ښاغلي اردوان او عمران خان د دې خبرې په ضرورت زور واچولو چې د مذهب په بنیاد دې، په خصوصي توگه په غربي نړۍ کې د مسلمانانو خلاف، د تعصب مخه ونیول شي.

رجپ طیب اردوان وویل اسلام د امن مذهب دی او ترهگرۍ سره تړل یې په غیر اخلاقي توگه د بدنامولو کوښښ دی.

عمران خان وویل په غربي ټولنو کې د اسلام خلاف نفرت زیات شوی دی او په غربي ټولنو کې ځینې سیاسي مشران اسلام د ترهگرۍ سره تړلو دلارې د مسلمانانو خلاف کرکه راپاروي.

XS
SM
MD
LG