لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به نن دامنيتي شورا صدارت سمبالوي


صدر آصف علي زرداري د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ ته وینا کوي
صدر آصف علي زرداري د ملگرو ملتونو عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ ته وینا کوي
پاکستان دلمړۍ جنورۍ څخه دملگرو ملتونو دامنيتي شورا يا سيکورټي کونسل صدارت ديوې مياشتې لپاره سمبالوي.
په ملگرو ملتونو کې دپاکستان مستقل استازى مسعود خان به دنهې په ورځ په باضابطه ډول دغه عهده سمبالوي.
نيويارک کې دملگرو ملتونو دمستقل مشن له لوري جاري شوي يو سرکاري بيان ترمخه پاکستان تير کال د15 کسيز سلامتي کونسل غير مستقبل غړى ټاکل شوىؤ.
دا لمړۍ موقع ده چې پاکستان دموجوده دوه کليزې مودې په مهال دامنيتي شورا صدارت سمبالوي.
دامنيتي شورا غړو هيوادونو ته په وار، وار سره دصدارت ذمه وارۍ سپارل کيږي.
دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دصدارت ددغه مودې په مهال به دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف او دبهرنو چارووزيره حنا رباني کهر دامن مشن او دترهه گرۍ دمخنيوي دغونډو مشري کوي.
دپاکستان سفير مسعود خان بهدملگرو ملتونو دامنيتي شورا دصدر په حيثيت سره دزيارت په غرمه ميډيا سره خبرې کوي.
بيان کې سفير مسعود خان وئيلي دي چې ددغه صدارت په مهال به پاکستان دکونسلو دغړو ترمينځ درايې اتفاق پيدا کولو او اختلافات کمولو کې مدد کوي، زمونږ مشري به يوه موثره مشري وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG