لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان نوي ټاکل شوي سېنټران به نن څوګند پورته کوي


اشفاق مومند

د پاکستان سېنټ لپاره تیره اونۍ ټاکل شوي ۵۱ کاندیدان به نن د خپلو څوکیو څوګند پورته کوي او هم نن به د نوي چېرمین او ناېب چېرمین لپاره ټاکنې هم ترسره کیږي.

د پاکستان د اېین یا دستور لاندې د سېنټ چیرمین ته د ایوان بالا د مشرۍ لپاره ۵۳ کاندیدانو راې ترلاسه کول ضروري وي. د پاکستان د اېین ترمخه هر درې کاله پس د سېنټ نیمايي غړي د خپلې مودې په پوره کولو څوکۍ خالي کوي.

د سېنټ چیرمین رضارباني او ناېب چيرمین عبدالغفور حیدري تیره ورځ خپله موده سر ته رسولې. رضارباني د پاکستان پیپلز ګوند سره تعلق لري او ناېب چيرمین عبدالغفور حیدري تعلق د جمیعت علما اسلام ډلې سره دی.

د پاکستان په سېنټ کې ۶۶ عمومي غړي، ۱۷ زنانه، ۱۷ ټېکنوکرېټس او څلور د اقلیتونو غړي وي. دغه شان د هرې صوبې ۲۳ څوکۍ وي.

د صوبو په دغه څوکیو کې ۱۴ عمومي، څلور د ښځو، څلور ټېکنوکرېټس، او یو د لږکیو یا اقلیتونو لپاره وي. د پاکستان په سېنټ کې د قبايلي سېمو ۸ او د سرښار اسلام اباد ۴ څوکۍ وي.

د مارچ په په دریمه نېټه ترسره شوي د سېنټ انتخاباتو کې په مجموعي توګه د پاکستان واکمن مسلم لیګ (ن) ۱۵، پاکستان پیپلز ګوند ۱۲، پاکستان تحریک انصاف ٦، جمیعت علما اسلام (ف)، نیشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامې ګوند دوه دوه، جماعت اسلامي، متحده قومي مومنټ او پاکستان مسلم لیګ فنګشنل یو یو او لسو ازادو کاندیدانو څوکۍ تر لاسه کړي.

دا مهال په سېنټ کې د واکمن مسلم لیګ (ن) ۳۳، د پاکستان پیپلز ګوند ۲۰، د پاکستان تحریک انصاف ۱۲، د نیشنل پارټۍ، پښتونخوه ملي عوامې ګوند او متحده قومي مومنټ پېنځه پېنځه، د جمیعت علما اسلام (ف)ډلې څلور، د عوامي نیشنل ګوند، بلوچستان نیشنل پارټۍ مېنګل، جماعت اسلامي او پاکستان مسلم لیګ (ف) یو یو او ۱۶ ازاده غړي دي.

د پاکستان د اېین لاندې د هیواد صدر که غیر حاضره وي نو د سېنټ چیرمین عارضي صدر وي.

XS
SM
MD
LG