لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د نیول شوې امریکائي قضیه عدالت کې


پاکستان کې د نیول شوې امریکائي قضیه عدالت کې
پاکستان کې د نیول شوې امریکائي قضیه عدالت کې

د پاکستان خارجه وزارت وئیلې لاهور ښار کې د دواؤ پاکستانیانو د وژنې په تور کې د نیول شوې امریکائي سفارتکار قضیه عدالت ته سپارلی شوې ده او امریکا باید د پاکستان عدالتي کاروائي د پاره احترام اولري.

خارجه وزارت وئیلې د امریکائې سفارتکار ريمنډ ډيوس قضیه د تحقیقاتو د لاندې ده او عدالت ته وړاندې کړی شوې ده.

په ریمنډ ډیوس الزام دی چې هغه د زیارت په ورځ لاهورکې دوه کسان په ډزو ویشتلې او وژلې دي. د جمعې په ورځ عدالت هغه د شپږ ورځو د پاره پولیسو ته د تحقیقاتو د پاره په ولکه کې ورکړی دی.

اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ترجمانې کورټنې بیل وئیلې ریمنډ ډیوس په خپله دفاع کې شوکیدو نه د بچ کیدو د پاره په وژل شوؤ کسانو ډزې کړې دي.

امریکې په پاکستان غږ کړی چې لاهور کې نیول شوی سفارت کار په سم لاسي توگه دې خوشې کړی شي او وئيلي يې دي چې په لاهور کې چارواکو هغه په غيرقانوني توگه خپله ولقه کې ساتلى دى.

په اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي ياد شوى سفارت کار په اسلام اباد کې امريکائي سفارت خانه کې تعينات ؤ او دهغه سره موجود سفارتي پاسپورټ کې دپاکستان ويزه موجوده ده چې تر جون کال 2012م پورې فعاله ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG