لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: ډاکټر شکیل د پېښور نه راولپنډۍ ته منتقل کړی شوی دی


په ایبټ اباد کې د بن لادن د کور تصویر

د القاعده د وژل شوي مشر اوسامه بن لادن په د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې معلومولو کې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای سره د مرستې په تور قید ډاکټر شکیل افریدي د پېښور نه په راولپنډۍ ښار کې اډیاله جیل ته منتقل کړی شوی دی.

د ډاکټر شکیل منتقلۍ داسې گنگوسې راپارولې دي چې گني هغه د ازادولو تیاری کیږي.

د رویټرز خبري ادارې د خالي، شنبې، په ورځ یو رپورټ کې د پېښور د جیل د یو چارواکې له قوله ویلي ډاکټر شکیل اډیاله زندان ته منتقل کړی شوی دی.

د جیل چارواکي د نوم څه څرگندولو په شرط رویټرز ته وویل چې دا لا نه ده معلومه چې ډاکټر شکیل په څه سبب د پېښور بویل شوی دی.

د ډاکټر شکیل افریدي وکیل قمر ندیم هم تصدیق کړی دی چې ډاکټرشکیل د پېښور نه منتقل کړی شوی دی خو دا معلومات ورته نه وو چې موکل یې دا وخت چرته دی.

په کال ٢٠١١ کې د امریکې خصوصي ځواکونو په اېبټ اباد کې بن لادن ووژلو. ورځو ورسته پاکستاني چارواکو ډاکټر شکیل ونیولو او د غدارۍ تور پرې ولگول شو. په هغه الزام دی چې د بن لادن د شناخت په تصدیق کې د سي ايي ای مرسته کړې ده.

د نیول کېدو ورسته ډاکټر شکیل افریدي ته د ترهگرۍ د ملاتړ په الزام د ٢٣ کالو قید سزا ورکړی شوه. په کال ٢٠١٣ کې دغه سزا ختمه شوه خو د ترهگرۍ سره تړلو د نورو الزاماتو په سر په زاندان کې ساتل شوی دی.

رویټرز د قمر ندیم په حواله ویلي په یوه مقدمه کې د ډاکټر شکیل سزا اووه کالو ته کمه کړی شوي ده او هغه دا وخت د وړاندې نه په زاند کې تیر کړی دی. قمر ندیم اټکل وکړو چې ممکنه ده ډاکټر شکیل زر ازاد کړی شي.

امریکې د ډاکټر شکیل د ازادولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG