لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د نیټو رسد په زور د بندولو کوشش


صوبه کې د واکمن تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان د ډرون حملو خلاف د خالي په ورځ لویه احتجاجي جلسه هم کړې وه
صوبه کې د واکمن تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان د ډرون حملو خلاف د خالي په ورځ لویه احتجاجي جلسه هم کړې وه
خیبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي او پاکستان تحریک انصاف کارکونوکو افغانستان کې میشته د نیټو ځواکونو د پاره د رسد ټرکونه په زور ودرولو کششونه وکړل خو خو پولیس دغه هڅې ناکامه کړې او د گڼیر شمیر خلکو خلاف يي شکایتونه درج کړل.
د پاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه پاکستان کې د ډرون حملو خلاف د احتجاج په لړ کې د تحریک انصاف او جماعت اسلامي په زرگونو کارکونکو پیښور سره نزدې د نټیو ټرکونه په زور ودرول او ډرائیورانو سره يي بدسلوکې وکړه.
صوبه کې د واکمن تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان د ډرون حملو خلاف د خالي په ورځ لویه احتجاجي جلسه هم کړې وه.
پولیس ویلي پرامنه احتجاج کونکو ته به د احتجاج اجازت ورکوي خو ټرکونه ودرولو ته به يي نه پریږدي.
د رپورټونو ترمخه، پولیس ویلي نیټو د پاره سامان وړونکو ټرکونو په زور د ودرولو تحقیقات به کولی شي او چې کوم خلک پکې ککړ دي د هغوي خلاف به قانوني کاروائي کیږي.
یو پولیس افسر اعجازخان وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي د ۴٠ کسانو خلاف ایف ايي ار درج کړی شوي دي او د صوبې په پنځه ؤ برخو کې د ډرن حملو خلاف احتجاجي ناسې روانې دي.
بل خوا د صوبائي کابینې او صوبائي اسمبلۍ ځېنې غړو پیښور کې د امریکې کونسلخانې ته هنگو کې شوي ډرون حملې خلاف یو احتجاجي یاداشت وړاندې کړی دی. د وزیرانو او د اسمبلۍ غړو د امریکا خلاف نعرې هم پورته کړې او په سمدستي توگه د ډرون حملو د بندیدو غوښتنه يي کوله.
د جمعې په ورځ هنگو کې د ډرون حملې په نتیجه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي وو چې پکې د طالبانو یو اهم کمانډر هم وو.
پاکستان د ډرون حملو مخالفت کوي او د خپلې خپلواکۍ سرغړونه يي گرځوي. خو امریکائي چارواکې ډرون د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د وسله والو خلاف موئثره وسله بولي. خپله وسله والو هم وخت په وخت په ویب پاڼو ډرون حملو کې د اهم مشرانو د وژل کیدو تصدیق کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG