لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان ډرون حمله کې ۴ کسان وژل شوي


پاکستاني چارواکې وايي ډرون حمله کې د پاکستاني طالبانو د دویمې درجې مشر ولي الرحمان هم وژل شوی دی
د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې بې پائلټه هوائي جهاز یا ډرون د مشکوک وسله والو په مرکز حمله کړې ده، په نتیجه کې يي څلور کسان وژل شوي دي.
د پاکستاني استخباراتي چارواکو د معلوماتو ترمخه، ډرون د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې یو کور په دواؤ مزائلو په نخښه کړی دی چې پکې څلور کسان وژل شوي دي.
د ډرون ورستۍ حمله شوال په ځوی نرائې سیمه کې شوي ده خو په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې د وژل شوؤ کسانو تعلق د کومې ډلې سره وو او آیا دا چې دغه کسان ځائې اوسیدونکي وو او که خارجیان.
شمالي وزیرستان کې ډرون وخت په وخت د مشکوک وسله والو خلاف حملې ترسره کوي او اکثر رپورټونه وايي چې پکې سیمه کې میشته خارجي وسله وال ووژل شي.
پاکستان په خپله خاوره د ډرون حملو مخالفت کوي او د خپلې خپلواکۍ سرغړونه يي گرځوي او امریکې نه د ډرون حملو د بندولو غوښتنه کوي.
خو امریکائي چارواکې او خپله وسله وال وايي ډرون حملو کې د القاعده ځېنې اهم غړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG