په امریکا کې د کرکټ T20 نړيوال کپ کې د زیارت، پمجشنبې، په ورخ پاکستان خپل وړمبی مېچ د امریکې سره کوي.
د پاکستان او امریکايي د لوبډلې سيالي به د پاکستان په وخته ماسخوتن اته بجې پيل کيږي.
امریکا د نړيوال کپ په سياليو کې دويمه لوبه کوي، لومړۍ لوبه کې یې د کېنېډا لوبډلې ته په اووه وکټو ماتې ورکړې وه.
د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم ویلي، امريکې ته د ښه تياريانو سره تللي دي او هدف یې نړيوال کپ يا جام ګټل دي.
په ډېلس کې مطبوعاتو سره خبرو کې بابراعظم ويلي، پوهه دي چې څنګه لوبه کول دي د بېټنګ دپاره یې کومې نمبرې نه دي ټاکلي د حالاتو ترمخه بدلون کېدی شي چې کوم لوبغاړی په کوم نمبر ولوبول شي.
او د پاکستانۍ لوبډلې تېز بالر محمد عامر ويلي، د کرکټ نړيوالې سيالۍ تل يو غټ چېلنج وي، خو دوی هر ډول حالاتو ته تيار دي.
هغه هم ویلي، ګټې له ورغلي او هره لوبه ورته ګټل دي.
پاکستان به خپله دويمه سيالۍ کې په نهم جون د هند سره مخامخ کيږي.
په روانو سياليو کې د افغانستان لوبډلې خپله لومړۍ سيالۍ کې د يوګنډا لوبډلې ته ماتې ورکړې او دويمه سیالۍ کې به په اتم جون د نيوزي لېنډ سره مخامخ کيږي.
د کرکټ د T20 شل اووريزه نړیوال کپ 2024م سيالۍ په امريکا او ويسټ انديز کې ټاکل شوي دي، شل لوبډلې پکې برخه اخلي چې په پينځه ګروپونو وېشل شوي، او ټولې 55 سيالۍ به پکې کيږي.
Forum