لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان منلې، د افغانستان په اړه له امریکا سره اختلاف لري


واشنگټن ډي سي:

د پاکستان د خارجه چارو وزارت وياند محمد فیصل نن خبريالانو ته منلې چې د افغانستان په سر د امريکا سره ،د هغه په وينا "فاصله" لري.

نوموړي ويلي هڅه کوي چې د خبرو د لارې د امريکا سره دغه فاصله لنډه کړي.

د خارجه وزارت وياند دا خبره پاکستان ته راتلونکې هفته د امريکا د دفاع وزير جم مېټس د تگ وړاندې کړې. تمه ده ښاغلی مېټس به پاکستان ته يو ځل بيا وايي چې د صدر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اېشيا لپاره اعلان شوې تگلارې د عملي کولو په لړ کې کوټلي گامونه واخلي.

امريکا د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د ترهگرې حقاني ډلې او د طالبانو د شوراګانو سره اړيکې پرې کړي.

په افغانستان کې د امريکا جنرال جان نېکلسن نن يو ځل بيا ويلي چې د حقاني ډلې شتون ورته د منلو وړ نه دی. په روانه اونۍ کې دا دويم ځل دی چې نوموړي په پاکستان سخت ټکونه کړي دي.

پاکستان ولې امريکا سره په افغانستان اختلاف لري؟

څيړونکي وايي واشنګټن او اسلام اباد په افغانستان کې په ځینو برخو کې همغږي نه دي.

لومړی مثال یې د افغان طالبانو او حقاني ډلې په اړ جلا دریځونه دي. د امریکا کانګرس وايي، دواړه ډلې په افغانستان کې د امریکا او افغان ځواکونو پرضد جګړه کوي.

بل لور ته د ډیورنډ د کرښې پورې غاړې افغان طالبان او د حقاني ډله د پاکستان په خاوره خوندي ځالې لري.

په افغانستان کې د امریکا پوځي مشر جنرال نیکولسن وايي، پاکستان تر اوسه د یادو ډلو پرضد خپله تګلاره نه ده بدله کړې.

پاکستان په افغانستان کې د هند د رول مخالف دی. اسلام اباد څو وارې په ښکاره ویلي چې په افغانستان کې د هند په زیاتېدونکي رول اندېښمن دی.

د پاکستان په سېنټ کې د واکمن مسلم ليگ غړي او پخواني جنرال عبد القيوم وي او اې ته ویلي، پاکستان د افغانستان په امنیتي چارو کې د هندوستان د رول مخالف دی. خو د صدر ټرمپ نوې تګلاره په افغانستان کې هند ته د زیات رول سپارښتنه کوي.

د اختلاف په نورو غټو ټکو کې د پولي سمبالښت، د ادعاو سره سم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون او په سوداګرۍ باندې بیلابیل دریځونه هم شامل دي.

د پاکستان د ملاتړ لپاره له امریکا سره څه امکانات دي؟

په افغانستان کې د سولې لپاره د تېرو ۱۷ کالو راهیسې امریکا له پاکستان سره کله د خوږ ملګري او کله هم د تریخ بادار په څېر چلند کوي.

په واشنګټن کې څېړونکی مایکل کوګلمن وايي، که پاکستان د طالبانو او حقاني ډلې په اړه دریځ بدل نه کړي نو کېدای شي واشنګټن نه یواځې د ترهګرو پرضد د ډرون بریدونه زیات کړي بلکه کېدای شي د ډرون په بریدونو کې له فاټا څخه وړاندې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې هم په نښه شي.

هغه وايي، دوهم امکان دا دی چې د امریکا کانګرس له پاکستان سره مالي مرستې کمې کړي او دریم امکان دا یادوي چې کېدای شي امریکا د پاکستان په ځينو پوځي چارواکو بندیزونه ولګوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG