لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان هندوستان ته د امریکې د وسلې ورکولو مخالفت کړی, واشنګتن وايي د وسلې مجوزه سودا به د سيمې توازن بدل نکړي


صدر ډانلډ ټرمپ او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي. صدر ټرمپ سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان دوره کړې ده

پاکستان د جمعې په ورځ هندوستان ته د امریکې د وسلې ورکولو د مېلینونو ډالرو مالیت مجوزه سودا مخالفت وګړو او ویې وېل هندوستان ته د امریکې وسله به د جنوبي ایشیا بې ثباته سیمه نوره هم بې ثباته کړي.

خو واشنګټن ويلي هندوستان ته وسله ورکول به په سیمه کې په بنیادي پوځي توازن کې څه بدلون وه نکړي.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ د نهې، سه شنبې، په ورځ هندوستان ته د ۱۵۵ مېلین ډالرو مالیت وسله ورکولو سودا منظوري ورکړه چې پکې به مزایلې، ټورپیډوز او نور پوځي الات شامل وي.

هندوستان د سټېټ ډپارټمنټ په اعلان لا څه نه دي ویلي او د امریکې کانګرس هم لا دغه سودا نه ده منظوره کړې.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې عایشته فاروقي د معمول هفته وارې خبري غوڼدي ته وویل چې "پاکستان هندوستان ته د جدیدې وسلې په خرڅون خپل تشویش څرګند کړی دی چې سیمه به نوره هم بې ثباته کړي."

د وي او ای د پوښتنې په ځواب کې مېرمن فاروقي وویل د امریکې او هندوستان ترمنځ د وسلې مجوزه سوده په خصوصي توګه هم د تشویش وړ ده چې په موجوده وخت کې د نړۍ توجه کرونا وایرس د مخنیوي کوښښونو ته ګرځېدلې ده.

عایشه فاروقي وویل دا مهال چې پام کرونا وایرس خلاف کوښښونو ته اوړېدلی دی دا خبره هم ډیر امکان لري چې هندوستان به په دروغو عملیات وکړي.

په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا وایرس خلاف په هلو ځلو کې ښکیل ده، هندوستان او پاکستان ترمنځ په پوځي تاوتریخوالی کې څه کمی نه لیدل کیږي او دواړو ملکونو په ورستیو ورځو کې په کشمیر کې په یو بل د ډزو الزامات لګولي دي.

د هند د پوځ‌ مشر منوج موکند نراواني د هند د انتظام لاندېکشمیر ته د لاک ډاون په مهال د امنیت د څارنې لپاره تللی او د خپل دوه ورځني سفر په مهال یې د جمعې په ورځ یو ځل بیا پاکستان له جنګ بندۍ په سرغړونه تورن کړو.

پاکستان د هندي پوځ د مشر په ځواب کې نه یواځې د هغه دعوه په کلکه بلکې په خپل نوبت یې په هندوستان د جنګ بندۍ د خلاف ورزۍ الزام ولګولو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي د جمعې په ورځ‌ په یوه بیان کې د هندي پوځ د مشر منوج موکند نراواني څرګندونې د پاکستان په ضد له غیرذمه وارۍ او سپکاوي ډکې او په بشپړه توګه له حقیقته لرې وبللې.

عایشه فاروقي وویل پاکستان وار په وار نړیواله ټولنه خبرداره کړې چې هندوستان د پاکستان او په جنوبي اېشیا کې د نورو ګاونډي ملکونو په جارحانه عزایم لري.

خو واشنګټن ویلي هندوستان ته د وسلې مجوزه خرڅون به "په سیمه کې بنیادي پوځي توازن کې څه بدلون ونکړي."

واشنګټن ويلي د امریکې مجوزه وسله به د دښمن په ضد د هندوستان د سمندري پوځ د فاع صلاحیت زیات کړي.

امریکا وايي هندوستان ته د وسلې خرڅون به د امریکې د خارجه تګلارې او د ملک د قامي سلامتیه ملاتړ وکړي او د هندوستان او امریکې تعلق په نور هم بهتر کړي. امریکا وايي هندوستان په سیمه د سیاسي ثبات، امن او د اقتصادي پرمختګ قوت دی.

XS
SM
MD
LG