لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازي او پاکستاني پوځي مشر په افغانستان کې د امن په موضوع خبرې کړي


په قطر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالب استازو سره د خبرو په باره کې زلمي خلیلزاد په ټویټر وویل د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر او د هغې ډلې سریې په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د اسلام اباد نه به ستنېدو به په دوحه کې طالبانو سره نورې خبرې هم کوي
په قطر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالب استازو سره د خبرو په باره کې زلمي خلیلزاد په ټویټر وویل د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر او د هغې ډلې سریې په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د اسلام اباد نه به ستنېدو به په دوحه کې طالبانو سره نورې خبرې هم کوي

په افغانستان کې امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره په افغانستان او سیمه کې د سولې په موضوع خبرې وکړې.

زلمی خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو او بیا د هندوستان د سفر نه وروسته پاکستان ته رسېدلی دی.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې وویل جنرل قمر جاوېد باجوه او کې زلمي خلیلزاد د سیمې د امنیت په مجموعي صورتحال او په افغانستان کې هفاهمت په اړه خبرې وکړې.

پوځ په خپل بیان کې وویل زلمي خلیلزاد په سیمه د امن او ثبات دپاره د پاکستان د کوښښونو ستاینه وکړه.

زلمی خلیلزاد اکثر د خپلو رسمي ملاقاتونو په اړه معلومات په ټویټر شریکوي خو د جنرل باجوه سره د کتنې په باره کې یې څه نه دي ویلي.

په قطر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالب استازو سره د خبرو په باره کې زلمي خلیلزاد په ټویټر وویل د طالبانو مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر او د هغې ډلې سریې په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او د اسلام اباد نه به ستنېدو به په دوحه کې طالبانو سره نورې خبرې هم کوي.

زلمي خلیلزاد په یو ټویټ کې وویل چې طالبانو سره یې د قیدیانو د تبادلې ترڅنک په افغانستان کې د بې درکه شوي امریکايي مارک فریریکس د ازادۍ په موضوع خبرې وکړې. "له دواړو خواو د بندیانو خلاصون چټک شيو د متحده ایالتونو دوګړي مارک فریریچس د خلاصون لپاره لازم اقدامات، د سولی د بهیر لپاره سیمییزه او انړیوال مالاتړ، او د بین الفغاني مذاکراتو په لور ژر تر ژره خوځښت. هند او پاکستان نه زما له سفر وروسته بیا سره وینو."

په قطر کې د فېبرورۍ په ۲۹ د امریکې او طالبانو د معاهدې لاس لیک کیدو نه وروسته ټاکل شوي وه چې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر به شروع کړی شي خو دغه عمل په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو له امله ځنډېدلی دی.

بلخوا د پاکستان خارجه وزارت غږ کړی چې ټول افغان اړخونو باید دسولې په شرطونو عمل وکړي.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل “په افغان سوله کې دپاکستان کردار یوازې د اسانتیاؤ برابرونکي دی اؤ مونږ فریقینو ته مشوره ورکوؤ چې هغوئ باید افغانستان کې دسولې فرصت دلاسه ورنکړي.”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG