لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي مشر ماسکو ته په رسمي سفر ورسیدو


د پاکستان د پوځ مشر د روس په رسمي سفر ماسکو ته رسېدلې دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

د پاکستان د پوځ مشر د روس په رسمي سفر ماسکو ته رسېدلې دی. دا وډیو د پاکستان پوځ په خپله ویب پاڼه جاري کړی دی

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د نهې، سه شنبې، په ورځ د روس په رسمي سفر ماسکور ته ورسیدو، دا په داسې مهال چې د امریکې سره په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي ورسته اسلام آباد د ماسکو سره رابطې زیاتې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د بیان ترمخه، جنرل باجوه ته په ماسکو کې په پوځي مراسمو هرکلی وویل شو او په دې موقع د روس د ځمکني پوځونو مشر د ترهگرۍ خلاف د پاکستان د "کامیابیو" ستاینه وکړه او وې ویل پاکستان یو اهم ملک دی او روس د دواړو هېوادونو پوځي تعلقاتو په پراخولو کې دلچسپي لري.

د پاکستان د پوځ د بیان ترمخه، جنرل باجوه وویل "روس په ورستیو ورځو کې د سیمي د پېچیده حالاتو په هوارولو کې مثبت رول ادا کړی دی." هغه زیاته کړه پاکستان په سیمه کې د کړکېچونو د ختمولو دپاره او د اختلافاتو پرځای د یوالي د لټون دپاره خپل کوښښونه جاري ساتي.

جنرل باجوه په داسې موقع روس ته رسیدلی دی چې واشنگټن سره د اسلام اباد تعلقات ترینگلي شوي دي او د پاکستان او روس د ملي امنيت سلاکارانو په لمړي ځل ليدلي او د دفاع، سايبر امنيت، ايټم او استخباراتي مالوماتو شریکولو سره يې د تجارت په برخه کې د نزدې مرستو په سر خبرې کړي دي.

ماسکو کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصرجنجوعه او روسي فېډرېشن د امنيت د شورا سیکرټري نيکولو پېټراشې په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ډلو دوه ورځنۍ ناسته د دوشنبې/ ګل په ورځ پای ته رسېدلې ده.

د غونډې وروستو ويل شوي چې د پاکستان په پلاوي کې لوړ رتبه پوځي چارواکو، سياسي استازو، استخباراتي او د سټرېټجک پلان ډويژن چارواکو چې د ملک د ايټمي وسلو او ميزايل پروګرام څارنه کوي، ګډون درلود.

ويل شوي دواړو غاړو په ليدنه د اطمينان او مثبت پرمختګ لور ته د تګ څرګندونه کړې ده.

سرچينې وي او ای ته ويلي د روس د سوداګرو يو پلاوی هم په روانه اوونۍ کې د پاکستان سفر کوي او دلته په بېلابيلو برخو کې د پانګونې پلان لري.

څيړونکي وايي ماسکو او بيجنګ د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د رامنځته شوې خلا نيولو او دغه ځای ډکولو هڅه کوي.

اسلام اباد د ماسکو سره د کال ۲۰۱۴م راهسې دوه اړخيزه اړيکې بيرته روانې کړي چې کله د روس د بهرنيو چارو وزیر د پاکستان سفر کړی ؤ.

وروستو د پاکستان او روس ځانګړو ځواکونو په کال ۲۰۱۶م او ۱۷م کې ګډ تمرينونه هم کړي وو.

روس او پاکستان د اربونو ډالرو د توانايۍ په لړ کې خبرې هم کوي، چرته چې چين د وړاندې نه په تيرو درېو کلونو کې په سړکونوجوړولو، رېل په پټړۍ، توانايۍ او سمندري اډو جوړولو په برخه کې ۱۹ اربه ډالره لګولي دي.

بيجينګ ژمنه کړې چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارې (سي پېک) په مد کې به د کال ۲۰۳۰ م پورې اندازاً ۶۲اربه ډالره ولګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG