لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ فکر کوي، امریکه دوښمنه کړي که طالبان وځپي


د امریکې له خوا د پوځي مرستو د ځنډولو په عکس العمل کې د پاکستان پوځ د حکومت په نسبت ډېر محتاط غبرګون څرګند کړی دی. ځینې سرچینې وایي، د پاکستان پوځي مشران د امریکې پر هغو سنګینو او له توقع لرې تورونو فکر کوي، چې وایي پاکستان د حقاني ډلې او افغان طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې ده.

د امریکې وروستیو څرګندونو او اقداماتو ته د پاکستاني پوځ ځواب په رسنیو راغلی، خو په دې اړه د تړلو دروازو تر شا فکر یې نه دی رسوا شوی، چې آیا له امریکې سره وروستیو لفظي شخړو او خرابو اړیکو اړیکو ته به څه تګلاره غوره کړي

څېړونکي وایي د پاکستان پر ټیلیویژنونو او ټولنیزو رسنیو سیاستوال او د نظر خاوندان په جذباتي انداز د امریکې له مرستې او دوستۍ مخ اړوي، همدارنګه مذهبي ډلې پر سړکونو د امریکې د بیرغ په سوځولو خپله غوسه څرګندوي، خو وایي دا ډول روایتي غبرګون څه ګټه نه لري او اصل خبره دا ده، چې د پاکستان پوځي مشران په دې اړه څه پرېکړه کوي، ځکه تر اوسه چې پوځ د ولسمشر ټرمپ د حکومت وروستیو اقداماتو ته کوم غبرګون څرګند کړی، هغه ډېر توند او جذباتي نه دی

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستیګرخان ویلي، چې له امریکې سره یې تش د استخباراتي مالوماتو د شریکولو لړۍ بنده کړې ده، خو وایي له امریکې سره به یې اړیکې دوام لري.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې وویل، چې هېواد یې نور د امریکې متحد نه دی، خو حکومت یې تر اوسه څه داسې ګام نه دی اخیستی، چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د پاکستان له لارې د مرستې د سامانونو لارۍ وځنډوي

د امریکې د دفاع وزیر جېمز میتیس هم ویلي، چې د امریکې پوځي مشران د پاکستان د پوځ له مشر جنرل باجوه سره په پرله پسې توګه په اړیکو کې دي.

سیاسي څېړونکي په دې نظر دي، چې د جنرل باجوه لپاره د امریکې د پوځي مرستو ځنډول دومره لویه ستونځه نه ده، بلکې اصل ستونځه ورته دا ده، چې امریکه په سمدستي توګه د هغو ترهګرو په ضد د ګام اخیستلو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ بریدونه کوي او په پاکستان کې پټ دي

د امریکې اوسني حکومت په خپله نوې تګلاره کې بیا- بیا یادونه کړې، چې که پاکستان د ترهګرو په ضد د ګام اخیستلو امریکایي غوښتنې ته ارزښت ور نه کړي، نو کېدای شي چې له نورو لارو نور فشارونه هم ورباندې زیات کړي

د امریکې د یوه مشهور تینک ټېنک یا فکري مرکز (یونایټیډ انسټیټیوټ آف پیس) د اېشیا مرکز مرستیال نایب صدر معید یوسف وي او اې ته ویلي، ولسمشر ټرمپ فکر کوي، چې په أفغانستان کې د امریکایي پوځونونو د ناکامۍ په لاره کې پاکستان تر ټولو لوی خنډ دی، ځکه ممکن پر پاکستان فشار لا زیات کړي:

"کېدای شي امریکه په بل ګام کې د نړیوال بېنک او ای ایم ایف په وسیله پاکستان ته ورکول کېدونکی پورونه محدود کړي، تجارتي بندیزونه پر ولګوي، په سفارتي توګه یې یواځې کړي، ممکن په یواړخیز ډول په پاکستان کې ستر پوځي عملیات هم وکړي او امریکې د دې هر څه لپاره مخکې له مخکې تیاري کړې ده"

ځینې دفاعي څېړونکي وایي، د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه له هماغه کیفیت سره مخامخ ویني، چې پخوانی پوځي مشر پروېز مشرف تر یوولسم سپټمبر وروسته ورسره مخ شوی وو. د هغه مهال د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال رچرډ آرمیټیج پروېز مشرف ته ګواښ کړی وو، چې "که پاکستاني پوځ په أفغانستان کې د القاعده ډلې په له منځه وړلو کې د امریکې مرسته ونه کړه، نو پر پاکستان به داسې بمونه و وروي، چې پاکستان به د ډبرې زمانې ته ور ستون کړي"

د امریکې تر ګواښ وروسته پروېز مشرف پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مرسته وکړي. مشرف هغه وخت ویلي وو، چې "که له امریکې سره ښکر په ښکر شي، نو دا به د پاکستان سلامتیا په خطر کې واچوي، نو پکار ده چې په دوو خطرونو کې هغه خطر پر ځان ومنو، چې تاوان یې کم وي".

څېړونکي وایي، پاکستان چې یو ځل بیا له هماغسې حالت سره مخامخ دی، جنرل باجوه به پرېکړه کوي، چې له امریکې سره تر اوږدې مودې دوښمنۍ ته دوام ورکړي او که د افغان طالبانو او حقاني ډلې په ضد داسې ګامونه پورته کړي، چې امریکه یې غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG