لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وایټ هاوس د عمران خان د سفر پخلی وکړ ـ جزئیات یې څه دي؟


د امریکا صدارتي ماڼۍ (وایټ هاوس) نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو رسمي بیان جاري کړ او په هغه کې یې واشنگټن ته د پاکستان د وزیراعظم، عمران خان د راتلونکي سفر پخلی وکړ.

د سپینې ماڼۍ په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې صدر ټرمپ به د جولای پر ٢٢مه د وزیراعظم عمران خان هرکلی وکړي.

بیان زیاتوي چې امریکې ته د عمران خان د دې سفر ترکیز به "د پاکستان او امریکې ترمنځ د همکاریو پیاوړي کول او پاکستان ته د سولې راوستل" وي.

د بیان ترمخې، صدر ټرمپ به له وزیراعظم عمران خان سره ملاقات ولري او دواړه مشران به "د ترهگرۍ خلاف پر مبارزې، دفاعي چارو، انرجۍ، او تجارت" بحث وکړي.

که څه هم د وایټ هاوس په بیان کې د افغانستان نوم نه دی اخیستل شوی، خو دا ویل شوي چې د خبرو هدف به "یوې سوله ییزې جنوبي آسیا ته د شرایطو برابرول" وي.

وړاندې تر دې، پاکستان د امریکا له لوري د وزیراعظم عمران خان د واشنګټن د سفر څخه په بې خبرې ښودلو واضحه کړې وه چې پاکستاني چارواکي امریکا سره په دې اړوند تماس کې دي اؤ په یو مناسب وخت کې به واشکټن ته دعمران خان د سفر اعلان وکړل شي.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و وزیراعظم عمران خان به د جولای په ٢٢ نېټه د امریکې سفر وکړي او د صدر ډانلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې ملاقات کوي، خو د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورټاګس تیره ورځ ویلي هغه ددغه سفر په اړه هیڅ خبرتیا نه لري.

دامریکا له لوري واشنګټن ته د وزیراعظم دعمران خان دسفر څخه د بې خبرې ښودلو وروسته د چهارشنبې په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل په ټوئټر لیکلي چې “په دې اړوند باید قیاسونه ونکړل شي،مونږ امریکایي چارواکو سره په تماس کې یو اؤ د رائج طریقې په اساس به مناسب وخت کې په دې هکله رسمي اعلان وکړل شي”

ددې ترڅنګ تیره اوونۍ پاکستاني مطبوعاتو کې داسې خبرونه هم خپاره شوي وؤ چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین وزیراعظم عمران خان ته د روسیې دسفر بلنه ورکړې چې هغه قبوله کړې ده خو اوړمه ورځ دپاکستان د بهرنیو چارو دفتر ددغه خبر تردید هم کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG