لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :امريکا سره د برابرۍ په بنياد اړيکې غواړو


د خارجه دفتر وياند وويل پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا دځانگړي استازي مارک گراسمين دپاکستان ددورې څخه وړاندې دوي په دې اړه دخپلې اندې کار بشپړ کړو ترڅو ځانگړي استازي سره په کوټلو ثبوتونو خبره وکړل شي
د خارجه دفتر وياند وويل پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا دځانگړي استازي مارک گراسمين دپاکستان ددورې څخه وړاندې دوي په دې اړه دخپلې اندې کار بشپړ کړو ترڅو ځانگړي استازي سره په کوټلو ثبوتونو خبره وکړل شي

پاکستان وائي امريکا سره د برابرۍ په بنياد اړيکې غواړي او ددواړو هيوادونو ترمينځ دستونزو په هواري خبرې اترې روانې دي.
د زيارت په ورځ په پایتخت اسلام اباد کې داووۀ نيز احوال تيرولو په مهال د پاکستان دبهرنو چارو ددفتر وياند عبدالباسط وويل دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن دپاکستان خارجه وزيرې حنا رباني کهر سره ټيلي فوني خبرې کړي چې پکې ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو دښۀ کولو په بيلا بيلو لارو چارو غور شوى دى، خو پاکستان تر دې مهاله دخپلې خاورې نه افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو ته دتړل شوې لارې دبيا پرانستو فيصله نۀ ده کړې.
د خارجه دفتر وياند وويل پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا دځانگړي استازي مارک گراسمين دپاکستان ددورې څخه وړاندې دوي په دې اړه دخپلې اندې کار بشپړ کړو ترڅو ځانگړي استازي سره په کوټلو ثبوتونو خبره وکړل شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دبهرنو چارو ددفتر وياند وويل پاکستان دابنائى هرمز په ستونزه دروسيې ددريځ پلوي دى او غواړي دغه ستونزه دخبرو اترو له لارې په سوله ييز ډول هواره کړل شي.
پاکستان ته دمنصور اعجاز دتگ په اړونددپوښتنې په ځواب کې وياند وويل تر دې مهاله هغه دپاکستان کوم سفارتي مشن ته دويزې لپاره خواست نۀ دى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG