لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په ویلنټاینز ډی په نمانځلو بندیز دی


د پاکستان د الیکټرانیک مېډیا د کنټرول ادارې (پېمرا) تېره اوونۍ ټیليویژنونو او رېډیوګانو ته خبرداری ورکړی چې د وېلنټاینز ورځې د خوشحالیو او د هغې د مشهورتیا په اړه په مېډیا کې مواد دې نه خپروي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې له تېرو دوو کالو راهیسې د پاکستان عدالت د مینې ورځ غیراسلامي بللې ده.

د پرېکړې تر مخه د دغې ورځې په مناسبت د اشتهار او نورو سامانونو پر خرڅولو بندیز دی.

د پېمرا په خبرداري کې لیکل شوي چې په سرکاري او غیرسرکاري ځایونو کې د هیڅ قسم غونډو اجازت نشته او مطبوعاتي ادارې دغه ورځ نه شي ستایلی.

تېر کال د فبرورۍ په ۱۳مه اسلام اباد هایکورټ په خپله فیصله کې لیکلي وو، چې د وېلنټاینز ورځ په ټولنه کې بې حیایي او فحاشي خپروي.

عدالت امر کړی وو چې په سرکاري او ولسي ځایونو کې به په دې اړه غونډې نه کېږي او پېمرا ته یې امر کړی وو چې مېډیا د داسې پروګرامونو له خپرولو منع کړي.

مطبوعاتي ادارو ته د پېمرا له خوا جاري شوي خبرداري سره په ټولنه کې یو ځل بیا تاوده بحثونه پیل شوي دي. ځینې خلک دا د مینې شریکولو لپاره یوه موقع ګڼي، خو بل اړخ ته خلک دا د اسلام او کلتور په ضد ګني.

د لاهور اوسېدونکې هنرمنده او د تعلیم پوهه سلیمه هاشمي د هیواد په نظام نیوکې کوي او وايي پر ځای د دې چې د اصل ستونزو په اړه فیصلې وشي، دلته غیرضروري خبرو ته زیاته توجه ورکول کیږي. نوموړې پوښتنه کوي:

"آیا زمونږ عدالتونه د رومانوي ورځو پر لمانځلو د بندیز په اړه د فیصلو کولو پر ځای بل ښه کار نه شي کولی؟ زه په دې نه پوهېږم له دې فیصلې سره به زمونږ مذهب، کلتور او رویاتو باندې څه اثرات وي"

نوموړې وايي "که مونږ دا نه شو منلی چې هلک او جینۍ له یو بل سره د مینې اظهار وکړي نو دا زمونږ مسله ده، پکار ده چې مونږ خپل سوچ بدل کړو او حقیقت و منو"

د وېلنټاينز ورځې په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې زیات شهرت موندلی دی. په دغه هیواد کې ځوانان په علامتي توګه یو بل ته کارډونه، چاکلېټونه او نورې ډالۍ ورکوي.

خو په سخت دریځه ټولنه کې په ‌ډاګه دغه ورځ لمانځل غیر اسلامي او د پاکستاني روایاتو په ضد ګڼل کیږي.

د پاکستان پر شخصي ټیليویژن (دنیا) باندې د مذهبي پروګرامونو مشهور کوربه انیق احمد وايي، په اخلاقي توګه دغه ورځ په پاکستان کی هیڅ مانا نه لري او نه دغه د مذهب او کلتور سره سم دی.

نوموړي له وي.او.اې سره په خبرو کې ویلي "زه د عدالت د تیر کال له فیصلې سره متفق یم، ددې ورځې لمانځلو زمونږ پر کلتور او مذهب بد اثرات پرېښودل، د مینې ورځ لمانځل زمونږ د مذهب سپکاوی دی"

انیق زیاته کړه "مونږ ته پکار دي چې خپلو ځوانانو ته د اسلام او قران په رڼا کې اخلاقیات او خپل کلتور ور وښيو"

د عدالت له دغې فیصلې سره ډېر کاروبارونه اغېزمن شوي دي. تېر کال د دغې ورځې په مناسبت د ګلونو او نورو سامانونو په خرڅلاو کې ښکاره کمی لیدل شوی وو.

په پاکستان کې مذهبي ډلې او سیاسي ګوندونه د مینانو د ورځې د لمانځلو مخالفت کوي. په ۲۰۱۶م کال د خېبرپښتونخوا د کوهاټ ضلعې ځايي چارواکو د دغې ورځو د لمانځلو مخالفت کړی وو او په همدغه کال کې د پاکستان صدر ممنون حسین خلکو ته خبرداری ورکړی وو او ویلي یې وو، چې "د وېلنټاین ورځ لمانځل یو غربي دود دی، نه د مسلمانانو".

XS
SM
MD
LG