لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په اسټریا کې د پاکستاني سفارتخانې پوځي کارکونکی سره د حساسو دستاویزاتو بې درکه دی


د سفارتخانې د بې درکه پوځي کارکونکي خلاف د اسلام آباد په ترنول تاڼه کې رپورټ درج شوی دی
د سفارتخانې د بې درکه پوځي کارکونکي خلاف د اسلام آباد په ترنول تاڼه کې رپورټ درج شوی دی

په اسټریا کې د پاکستان په سفارتخانه کې پرځای یو پوځي کارکونکی د تیرو څو ورځو راهسې سره د ځينو حساسو دستاویزاتو بې درکه شوی دی. دا خبر د پاکستان ډان ورځپاڼې د شورو، چارشنبې، په ورځ د پاکستاني مامورینو له قوله رپورټ کړی دی.

رپورټ وايي بې درکه کارکونکی د اسټریا پایتخت ویانا کې د پاکستان په سفارتخانه کې د حساسو چارو مسؤل و او د هغه "وظیفه نه یوازې انتهايي مهمه وه بلکې د هېواد د خپلواکۍ دپاره حساسه هم وه."

ډان وايي بې درکه پوځې چارواکی د تیر کال د اگست په میاشت کې په سفارتخانه کې د کلرک په توگه مقرر شوی و او ورسته ورته د پاکستان د دفاع وزارت حساسې ذمه وارۍ هم ور وسپارلې.

رپورټ وايي د پوځي چارواکې خلاف د دفاع وزارت یو افسر د اسلام آباد په ترنول تاڼه کې ایف ايي ار درج کړی دی ځکه چې هغه د نژدې سرای خربوزه کلي اوسیدونکی دی. په ایف ايي ار کې په پوځي کارکونکي د باور د ماتولو قانوني دفعې لگول شوي دي.

رپورټ وايي سفارتخانې نه د پټیدو ورسته، دغه پوځي چارواکې د خپلې مېرمن سره رابطه کړې ده او هغې ته ویلي چې په اسلام آباد کې د خپل پلار کره لاړه شي. رپورټ وايي د پوځي چارواکي مېرمن پولیس ته ویلي هغه په خپله رضا د سفارت نه تللی دی او پنځه کاله ورسته به راځي.

ویل کیږی چې پوځي افسر د جنورۍ د دویمې نېټې راهسې په سفارتخانه کې خپلې وظیفې ته نه دی حاضر شوی او نه یې د سفارت سره څه قسمه رابطه کړې ده. ډان وايي د پوځي کارکونکي د بې درکۍ ورسته کله چې د سفارتخانې مامورینو وکتل نو ځیني حساس دستاویزات چې د پوځي کارکونکي په نگرانۍ کې وو غیب شوي وو.

پوليس ډان ته ویلي گمان کوي چې بې درکه شوی پوځي کارکونکی د خپلې کورنۍ سره په رابطه کې دی خو دوی د هغه په اړه د معلوماتو شریکولو نه ډډه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG