لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې فوج وايي ١٨ نور طالبان يي وژلې


پاکستاني امنیتي ځواکونو تیر کال د جون د میاشت راهسې شمالي وزیرستان کې وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم کاروائي شورو کړې ده. ددې نه وړاندې فوجي مامورینو سېمه کې د سلگونو په شمیره کې وسله والو د وژلو دعوې کړې او ویلي يي دې وژل شوو کسانو کې غیر ملکي وسله وال هم شامل دي
پاکستاني امنیتي ځواکونو تیر کال د جون د میاشت راهسې شمالي وزیرستان کې وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم کاروائي شورو کړې ده. ددې نه وړاندې فوجي مامورینو سېمه کې د سلگونو په شمیره کې وسله والو د وژلو دعوې کړې او ویلي يي دې وژل شوو کسانو کې غیر ملکي وسله وال هم شامل دي

د پاکستاني فوج جیټ جهازونو د شمالي وزیرستان په شوال غرنۍ سیمه کې پرله پسې د نهې یا سه شنبې په ورځ په دریمه ورځ هم د مشکوک وسله والو په هدفونو بمباري او پکې يي د ١٨ نورو طالبانو د وژلو دعوه کړې ده.

د فوج د عامو تعلقاتو څانگې اي ایس پې ار خبریالانو ته په مختصر پیغام کې شوال کې د وسله والو ته د تازه تلافاتو تصدیق کړی خو نور څه معلومات يي نه دي وړاندې کړې کې وژل شوي کسانو څوک دي او پکې د وسله والو څوک اهم شته او که نا؟

په تیرو دریو ورځو کې د اي ایس پې ار په وینا شمالي وزیرستان کې د وژل شوو مبینه طالبانو مجموعي شمیره ١٠٨ ته رسیدلې ده.

پاکستاني امنیتي ځواکونو تیر کال د جون د میاشت راهسې شمالي وزیرستان کې وسله والو خلاف د ضرب عضب په نوم کاروائي شورو کړې ده. ددې نه وړاندې فوجي مامورینو سېمه کې د سلگونو په شمیره کې وسله والو د وژلو دعوې کړې او ویلي يي دې وژل شوو کسانو کې غیر ملکي وسله وال هم شامل دي.

طالبان دوي ته د تلافاتو فوجي دعوې ردوي.

د اتوار په ورځ د طالبانو یو ترجمان خبریالانو ته ټیلې فون د لارې ویلي وو فوج شوال کې د ملکې خلکو په کورونو بمباري کړې ده او ملکي کسان يي وژلې دي.

د امنیت غیر یقیني حالاتو په سبب خبریالان شمالي وزیرستان کې په ازاده توگه دنده نشې ترسره کولی نو ځکه کړکیچ کې ښکیل فریقینو لخوا د شوو دعوو په بې طرفه ډول تصدیق ممکن نه وي.

د صحافت د ازادۍ تنظیمونه وايي پاکستان کې په عمومي توگه او په قبائیلي سیمو کې په خصوصي توگه خبریالان که یو خوا ته امنیتي ادارو لخو د بندیزونو سره مخ کیږي نو بلخوا ورته وسله دړکې ورکوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG