لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د غیرت په نوم د قتلونو په اړه وروستي معلومات او غبرګونونه


د شمالي وزیرستان انتظامیه وایي چې د هغه ضلعې په ګړیوم تحصیل کې یې د غیرت په نوم د دوو جینکو د وژنې د مقدمې په پلټنې کې، پولیس ته غټې کامیابۍ ورپه برخه شوي دي.

د شمالي وزیرستان ډي پي او، شفیع الله ګنډاپور د نهې/سې شنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل چې دوی د پلټنو په ترڅ کې تر اوسه پنځه کسان ګرفتاره کړي: د وژل شویو جینکو پلار او تره، د وایرل شوې وېډیو جوړوونکی عمر ایاز، او د هغه ملګری فدا محمد چې دا ویډیو یې په سوشل میډیا کې خپره کړې وه.

انتظامیه وایي چې د ګړیوم تحصیل د شام علاقې دوه جینکۍ، د زیارت (پنجشنبې) په ورځ، د غیرت په نوم وژل شوې وې، خو پولیس یوه ورځ وروسته، یعنې د جمعې په ورځ د سوشل میډیا له لارې د قضیې نه آګاه شو او مقدمه يې دایره کړه.

پولیس وایي چې د جینکو کورنیو، بغیر د دې چې پولیس خبر کړي، د وژلی شویو جینکو مړي دفن کړي دي.

د شمالي وزیرستان ډي پي او شفیع الله ګنډاپور وویل چې د قتلونو اصلي ملزم، د جینکو د تره زوی محمد اسلم نومیږي چې ورپسې لټون روان دی او تر اوسه ندی ګرفتاره شوی. ډي پي او زیاته کړه چې ویل کیږي محمد اسلم په کراچي کې کاروبار لري، او که چېرته هلته تللی وي، نو دوی د سند صوبې له پولیسو سره رابطه کړې ده چې د هغه په ګرفتارۍ کې مرسته وکړي.

د شمالي وزیرستان پولیسو دا هم وویل چې د پېښې د پلټنې دپاره، د شمالي وزیرستان او بنو د پولیسو مشترک ټیم جوړ کړی شوی چې تحقیقات به کوي.

د ویډیو په اړه معلومات

د پولیس وینا ده چې د دغو دوو جینکو وژل کېدل، "هانر کېلېنګ" یا د غیرت په نوم وژنې دي. د شمالي وزیرستان ډي پي او وایي چې د دې جینکو یوه پخوانۍ ویډیو چې یو کال مخکې جوړه شوې وه، درې هفتې وړاندې په سوشل میډیا خپره شوه او د همدې ننګ له وجهې، هغوی ووژل شوې.

په ياده ويډيو کې درې جينکۍ ليدل کيږي چې يو تن پکې دوه جينکۍ ښکلوي، د پوليس په مقدمه کې د وژل شویو جينکو عمرونه ۱۶ او ۱۸ کاله ښودل شوي دي.

د پوليس افسر په وېنا په دغو جينکو کې يوه واده شوې چې بچي یې نه و او بله کوژدن وه.

د ویډیو جوړوونکی چې د پولیسو په وینا، عمر ایاز نومیږي، نیول شوی. پولیس وایي د عمر ایاز یو ملګري فدا محمد له هغه سره د څه اختلافاتو په وجه دا ویډیو په سوشل میډیا خپره کړې چې د سایبرکرایم یا انټرنیټي جرمونو په الزام هغه هم نیول شوی دی.

په ضمن کې له اېف آی اې هم غوښتل شوي چې دا خپره شوې ویډیو دې له هر ویب سایټ لېرې کړي.

غبرګونونه

د انساني حقونو تنظیمونو په شمالي وزیرستان کې د غیرت په نوم د وروستیو وژنو غندنه او د ککړو کسانو خلاف یې سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده. دغه تنظیمونه وايي په پاکستان کې هرکال د سلګونو په شمېر کې مېرمنې د غیرت په نوم وژل کیږي.

په امریکا کې مېشت یو دیني عالم مفتي اختر اورکزی وایي، هغه څه چې د خپرې شوې ويډیو په اړه ویل کیږي (د یو هلک لخوا د دوو جینکو مچي کېدل)، دا د ثقافت او اسلامي روایاتو له مخې بد عمل ګڼل کیږي، مګر دا دومره سنګین عمل نه و چې سزا دې مرګ وي.

مفتي اختر اورکزي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل چې د داسې عمل دپاره په اسلام کې حدود (په قرآن ثابتې شوې سزاګانې) نشته، بلکې د ناوړه عملونو دپاره تعزیرات شته چې هغه هم هرڅوک یې ځان له د عملي کېدو اختیار نلري.

بل اړخ ته په سوشل میډیا باندې د شمالي وزیرستان د دې پېښې د غندلو ترڅنګ، یو ټرینډ هم جوړ شوی چې فعالان په دې قضیه کې د جنوبي وزیرستان د یو تن باچایي خان پر خلاف هم د مقدمې چلولو غوښتنه کوي.

ویل کیږي باچایي خان چې ځان ته یو قبایلي مشر وایي، په دې وروستیو کې د جینکو د ویډیو په اړه پر فیسبوک لایف ویډیو یو جنجالي تقریر کړی و.

بل خوا د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان په شمالي وزیرستان کې د غیرت په نوم د جینکو د وژنې غندنه وکړه او دا یې "بربریبت" وبللو.

یاده دې وي چې د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل وايي په پاکستان کې هر کال نزدې زر کسان چې زياتره پکې ښځې وي، د غېرت په نوم وژل کيږي.

مفتي اختر اورکزی، د امریکا په باسټن کې مېشت دیني عالم
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:22 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG