لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې دجاسوسۍ په تور يو تن وژل شوى


ملا نذير دجنورۍ په دوهمه نيټه دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ
ملا نذير دجنورۍ په دوهمه نيټه دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې امريکا او په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره دجاسوسۍ په تور يو تن وژلى شوی دی.
دجاسوسۍ په تور دوژل شوي دغه تن مړى دجنوبي وزيرستان په مرکزي سيمه وانا کې ترلاسه شوى او هغه دعصمت الله خروټي په نوم پيژندل شوى.
سيمه ييز چارواکي وائي دغه تن په ډزو سره وژل شوى او دهغه په مرۍ دزخمونو نخښې نخښانې ښکاره شوي.
ددغه تن دمړي سره نزدې ترلاسه شوؤ دوؤ خطونو کې امر شوى چې دسړک په غاړه دې ددغه تن مړى دسحر تر لسو بجو پورې پريښودل شي، چې دغه شان هر څوک دجاسوسانو انجام وويني ، دوهم خط کې په دغه تن دجاسوسۍ تور لگول شوى اؤ هغه دامريکائي ډرون بريدونو مسؤل گرځول شوى.
يو سيمه ييز چارواکي ددغه خط په حواله يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې نوټ کې راغلي دغه تن يو جاسوس ؤ اؤ په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو امريکا ته به يې زمونږ دهلو ځلو معلومات ورکول.
خط کې زياته شوې چې دغه تن دملا نذيرپشمول دپينځوؤ لوړپوړو مشرانو دوژنې ذمه دار دى.
ملا نذير دجنورۍ په دوهمه نيټه دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ، هغه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو مرکزي مشر گڼل کيدو اؤ پاکستان پلوه گڼل کيدو، چې خپلې هلې ځلې يې دپولې پورې غاړې افغانستان کې دامريکا او نيټو ځواکونو په ضد جگړې پورې محدودې ساتلې وې او اؤ دالقاعده جنگيالو ته په پناه ورکولو تورنولى شو.
تندلاري په جنوبي وزيرستان کې دجاسوسۍ په تور وژل شوى دغه تن دقران پاک په ډيجيټل نسخو کې دچپس په نصب کولو تورنوي.
دملا نذير دډلې دوؤ جنگيالو يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې په خروټي تور لگولى چې هغه ملا نذير ته دافغانستان په کوم نامعلوم مقام کې ديوې غونډې په مهال يو ډيجيټل قران پاک ورکړى ؤ، چې پکې دهغه(ملا نذير) دنقل وحرکت دمعلومولو لپاره Chips نصب کړل شوي وؤ.
يو تندلاري وويل دغه تن ملا نذير او نورو کسانو ته ډيجيټل قرانونه دسوغاتونو په توگه ورکړي وؤ، په دغو قرانونو کې chips نصب کړل شوي وؤ او دهغې په مدد ډرون خپل هدفونه په نخښه کړل.
هغه وويل کله چې ملا نذير راستنيدو نو ډرون دپاکستان په يوه سيمه کې په هغه ميزائيلونه وورول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG