لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به په زندانونو کې د مېرمنو د حقونو تحفظ کوي، د وزیراعظم دفتر وايي


پاکستانۍ اداره وايي په پاکستان کې په نژدې کلونو کې مېرمنو د حقونو د تحفظ دپاره قوانین جوړ شوي خو د دې باوجود په مېرمنو تشدد زیات شوی
پاکستانۍ اداره وايي په پاکستان کې په نژدې کلونو کې مېرمنو د حقونو د تحفظ دپاره قوانین جوړ شوي خو د دې باوجود په مېرمنو تشدد زیات شوی

په زندانونو کې مېرمنو ته د ښو حالاتو برابرولو او د هغوی د حقونو تحفظ په خاطر وزیراعظم عمران خان یوه کمېټي جوړه کړې ده.

د وزیراعظم دفتر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل کمېټي به د هغو مېرمنو حالاتو ته کتنه کوي چې سزا شوي دي او یا د مقدمو په انتظار په قېد خانو کې بندې دي.

د بیان ترمخه د کمېټۍ مشري به د انساني حقونو دپاره د انساني حقونو وزیر کوي او پکې به د خېبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب ګلګت بلتستان اعلا چارواکي او د جېلونو مشران او د وفاقي حکومت د داخله او اطلاعاتو وزارت مامورین شامل وي.

د بیان ترمخه کمېټي به په څلورو میاشتو کې خپل رپورټ وړاندې کوي او په جېلونو کې به دې خبرو ته کتنه کوي:

۱ ـ د جېل د قواعدو او نړیوالو اصولو لاندې د مېرمنو قېدیانو تحفظ، حقونو، صحت، امنیت او خېر ښېګړې خیال ساتل کېږي

۲ ـ د مېرمنو د صنف په لحاظ د دوی د جسماني، نفسیاتي، احساساتي او سماجي ضرورتونو خیال ساتل کېږي

۳ ـ د مېرمنو قېدیانو حالات بهتر کولو دپاره د زندان قوانینو ته بیا کتنه او په دې کې د ضرورت په بنیاد بدلون کوول

۴ ـ د جېل په مجموعي نظام نظر اچول، په دې کې قانوني مرسته او د مېرمنو په ارتباط پکې د بهترۍ تجویز

۵ ـ د انساني حقونو خلاف ورزۍ انفرادي کېسونو اود مېرمنو زورول کېدو ته کتل او د ادارې احتساب دپاره اقدامات

۶ ـ په قېدخانو کې د مېرمنو سره د ماشومانو حال ته کتنه، د دوی تعلیم او په ټولنه کې د دوی ور شاملوول

۷ ـ د مېرمنو حال ښه کوولو دپاره د جېلونو چلوولو دپاره د جامع او عملي نظام تجویز

۸ ـ هغو پروګرامونو ته کتنه چې قېد نه د ازادۍ وروسته په ټولنه کې د مېرمنو د بیا شاملېدو په لړ کې د دوی مرسته کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د کال ۲۰۱۹ د جون د میاشت د یو رپورټ ترمخه په پاکستان کې اندازې ترمخه ۲۰۰۰ ښځې قېدیانې دي چې په یو شمېر جرمونو کې سزا شوي او داسې هم پکې شته چې د مرګ سزاګانې ورته اورول شوي او د تېزندي کېدو په انتظار دي.

د وزیراعظم د دفتر په بیان کې دا نه دي وېل شوي چې عمران خان د کومو علتونو له امله په جېلونو کې د مېرمنو حالات بهتر کوولو دپاره کمېټي جوړه کړه خو په پاکستان کې د انساني حقونو اداره هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان د کال ۲۰۱۹ په اړه خپل رپورټ کې وايي په ملک کې په زندانونو کې د ګنجایش نه زیات قېدیان دي، په جېلونو کې د ګنجایش نه زیات خلک، د صفايي او د صحت د خېرښېګړي نظام د نیشت والی، اېډز، ټي بي او د نورو مرضونو د خپرېدو خطر د مستقل تشویش خبره ده. په تېرو ورځو کې د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشل په پاکستان غږ کړی چې په جېلونو کې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره دې ګامونه پورته کړي او په جېلونو کې د ناروغۍ په اړه دې کره معلومات څرګند کړي.

پاکستانۍ اداره وايي په پاکستان کې په نژدې کلونو کې مېرمنو د حقونو د تحفظ دپاره قوانین جوړ شوي خو د دې باوجود په مېرمنو تشدد زیات شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG