لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام آباد هايي کورټ په اسلام اباد کې د مندر د جوړولو پرضد خواستونه رد کړي


Islamabad High Court
Islamabad High Court

د اسلام آباد هايي کورټ د نهې په ورخ په پایه تخت اسلام اباد کې د هندوانو د یو نوي مندر د جوړیدو پرضد جمع شوي درې خواستونه غیر موثره ګرځولو وروسته رد کړي دي.

عدالت د دغه خواستونه ورکونکو دا دریځ هم رد کړی چې د اسلام اباد ماسټر پلان کې د مندر جوړولو لپاره مځکه نه وه ټاکل شوې. عدالت دا خبره هم په ګوته کړې چې حکومت د مندر د جوړولو دپاره د حکومت پیسې د کارولو موضوع د هېواد اسلامي نظریاتي کونسل ته وړاندې کړې او د اسلام نظریاتي کونسل د نظر وروسته به دا پرېکړه وکړي چې آیا حکومت یې د ریاست په پیسو مندر جوړولائ شي که نه.

د پاکستان مرکزي حکومت په اسلام اباد کې میشت د درې زرو نه زیات هندوانو دپاره د اسلام اباد په ایچ ایټ سیمه کې د مندر جوړولو منظوري ورکړی وه.

خو د هېواد اکثریتي مسلمانانو د ځینو اسلامي مذهبي مشرانو او په حکومتي ایتلاف کې شامل مسلم لیګ (ق) د سخت مخالفت وروسته د مندر جوړولو د معاملې نه پشا شوی دی او عدالت ته یې ویلي چې حکومت تراوسه د مندر جوړولو دپاره یوه روپۍ هم نه ده ورکړی.

د اسلام نظریاتي کونسل مشر یا چیرمین ډاکټر قبله ایاز ډیوه ته ویلي: ” موجوده مسله چې په اسلام اباد کې د مندر قیام دی، مونږ ته دا سوال راغلی دی چې حکومت دوی ته فنډز ورکولائ شي او که نه؟ دا کېس (سوال) پرون مونږ ته راغلی دی او مونږ خپل شعبه تحقیق ته حواله کړی دی. مونږه غواړو چې د دې په حواله مختلف مواد راغونډ کړو ، نور ملکونو کې ددې په اړه څه پالیسۍ ده. اسلامي نقطه نظر په دې حواله څه دی، یقینا امید دې چې زمونږ شعبه تحقیق به په مناسب وخت په دی خپل نظر ورکړي“.

په پاکستان کې میشت د هېواد ټولو لوی اقلیت کې د دغه معاملې له وجې ناقراري لیدل کېزي. تېره ورځ د پاکستان قومي اسمبلۍ غړي کهیسو مل کوهستانې ډیوه ته ویلي وو چې د هېواد په ایین کې دوی ته د برابرۍ حق ورکړل شوی نو بیا ولی دوی د مندر د جوړولو ته نه پریښودول کېزي.

د لږکیو ترڅنګ د پاکستان د مدني ټولنۍ فعالین هم د مندر په معاملې راوچت شوي دي او د مندر بناو (مندر جورکړی) په نامه یو د احتجاج یو تحریک د پيل کولو اعلان کړی دی.

د مدني ټولنې فعالې عصمت شاهجهان ډیوه ته وویل چې لږکي د اساسي قانون سره سم د خپل د عبادت ځایونه جوړوي او حکومت باید دوی ته اسانتیاوې او امنیت ورکړي.

په اسلام اباد کې د مندر جوړولو پرسر په نورو ملکونو کې هم غبرګون مخې ته راځي او د هند د ولقې لاندې د کشمیر پخوانۍ وزیراعلی او سیاست مدارې محبوبه مفتي په خپل ټویټر د پاکستان حکومت له خواپه اسلام اباد کې په مندر د کار ودرولو په فیصله سختې نیوکې کړې دي او دا یې غیر اخلاقي او د اسلامي نظریاتي ریاست پرضد ګرځولی ده.

د بخښنې نړیوال سازمان پر پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هندوانو ته د مندر جوړېدو اجازه ورکړي. په لندن کې موجود د بشري حقونو دې نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل د جولای په 7مه په یو ټویټ کې لیکلي:

"د پاکستان په آیین او نړیوالو ذمه واریو کې دا ضمانت ورکړل شوی چې [په دې هېواد کې] هر څوک د مذهب او عقیدې د ازادۍ حق لري، د هندوانو د مندر جوړېدو کار درول د عقیدوي تعصب یو بې جوازه عمل دی چې سمدستي باید بیرته کار ورباندې پیل شي".

د رپوټونو له مخې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند حکومت په 2017م کال کې هندوانو ته د اسلام اباد په ایچ-9 برخه کې مځکه ورکړې وه، چې دوی به ورباندې د خپل لومړي مندر تر څنګ شمشان ګاټ [سوځنتون]، د ټولنې هال، د خلکو د اوسېدو ځای او پارکنګ هم جوړاوه.

د واکمن تحریک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د بشري حقونو پارلماني سیکرټري لال چند ملهي د تېر جون میاشتې پر 23مه د دې مندر جوړېدو د بنسټ ډبره ایښې وه، ښاغلي ملهي وي او اې ته ویلي وو چې د پیسو د نشتوالي له کبله د دې مندر کار ځنډېدلی وو.

د وزیراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند حکومت په روان کال کې د شري کرشنا په نوم د دې مندر جوړېدو لپاره د سل میلینه (۱۰ کروړه) روپیو منظوري ورکړې وه، خو ځینو مذهبي مشرانو او سیاستوالو یې کلک مخالفت وکړ، چې په هغوی کې د حکومت اتحادي مسلم لیګ ق ګوند هم شامل دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په شاوخوا 21 کروړه ابادي کې اته میلینه د هندوانو دی چې ویل کېږي په هغوی کې درې زره یې په پایتخت اسلام اباد کې ژوند کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG