لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اکنامک سروی: په پاکستان کې ګراني او قرض ډیر شوې ، مالي خساره کمه شوې


د هیواد د اقتصادي وضعیت په حقله د پاکستان حکومت د اقتصاد جائزه رپورت يا اکنامک سروی وايی د روان مالي کال پر مهال په پاکستان کې ګراني او په دغه هیواد قرض زیات شوې خو مالي خساره کمه شوې ده.

د 2019 – 20مالي کال اکنامک سروی رپورټ د زیارت - پنجشنبې په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اقتصادي چارو سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ په اسلام آباد کې یو مطبوعاتي کانفرانس کې وړاندې کړو. اکنامک سروې رپورټ د راتلونکي مالي کال لپاره د بجټ نه وړاندې خپرولی شي.

د اقتصاد جائزه رپورت وایي چې په پاکستان کې د روان مالي کال کې په ګرانۍ کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوې دی. دغه رپورټ ترمخه د روان مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کې په ګرانۍ کې 11.2 فیصده اضافه شوې ده،په داسې حال کې چې په تیر کال کې ګراني 6.5 فیصده وه.

د اکنامک سروې ترمخه د روان مالي کال 2019 – 20 کې د دغه هیواد د مجموعي قامي پیداوار یا جې ډې پې د کرونا وایرس له امله 0.38 - ( منفي) فیصده ته کمه شوې ده. دغه رپورټ ترمخه په روان مالي کال کې د زراعت یا کرنې سېکټر کې وده 2.67 فیصده ، په صنعت کې 2.64 - ، او خدماتو څنګه کې 0.59 – ده.

د سروی په وینا د پاکستان قرضه په مجموعه کې د2019– 20 مالي کال د مارچ تر پای 35،207 اربه روپو ته رسیدلی ده چې د جون 2019 په پای کې 32،708 اربه روپی وه.

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مالي چارو سلاکار حفیظ شیخ وویل چې د کرونا وایرس په اقتصاد بده اغیزه کړې او پاکستان ته دری زره اربروپو نه ډیر تاوان شوې دی. ښاغلي حفیظ شیخ په وینا ، په تېر مالي کال کې د حکومت لګښتونه کم شوي او د ټیکسونو یا مالیاتو راټولول 17فیصده زیات شوي دي.


خبریالانو سره د خبرو پرمهال حفیظ شیخ وویل چې اوسني حکومت ته ژور پور اخیستونکی اقتصاد په میراث پاتې دی ، او هغه پرمختګ چې د تېر حکومت په دوره کې ليدل کېده ، له بهر نه د پور په اخيستو او بيا په هېواد کې د مصرف کولو له لارې ترلاسه شوې دی.

د مالي خساره یا تاوان په اړه اکنامک سروی کې ویلي شوي چې 2018 – 19د مالي کال په پرتله ، مالي خساره په 2019 – 20کال کې کمه شوې ده. په 2018 – 19مالي کال کې خساره د ټول قامي پیداوار 5.1فیصده وه، او په 2019 – 20 مالي کال کې 4 فیصده ده.


په دغه سروی کې ویل شوي چې په مالي کال2020لومړیو نهه میاشتو (جولائی – مارچ )کې ، د روان حساب خساره (کرنٹ اکاؤنٹ ډیفسېټ)73.1 فیصده کم شوې دی. د تیر کال په پرتله د 10.3 ارب ډالر (د جی ڈی پی 3.7 فیصده جوړیږي) روان مالي کال کې 2.8 ارب ډالر (د جی ڈی پی 1.1 فیصده جوړیږي)ته راټیټ شوی دی.

پدې موده کې برامدات 1.1 فیصدهته 18.3 اربه ډالرو ته لوړ شوي دي ، پداسې حال کې چې درامدات یا واردات د پام وړ 16.2 فیصده یا 32.9 ارب ډالرو ته راټیټ شوي چې تېرکال 39.3 اربه ډالر وو.

دا دې له امله د تجارت خساره کمه شوه ، کوم چې د2019 – 20مالي کال لومړیو نهه میاشتو (جولائی – مارچ ) په جریان کې 31 فیصده کموالی سره 14.7 اربه ډالرو ته ورسید چې په ورته موده کې د تیر کال 21.3 اربه ډالرو په پرتله.

د وزیر اعظم د اقتصادي چارو سلا کار وویل: " موږ ته په میراث کې پاتې شوې د روان حساب تاوان خواوشا 20 اربه ډالر وو ، خو موږ دغه کچه خواوشا 3 اربه ڈالر ډالرو ته راکمه کړه. دا د حکومت یوه لویه لاسته راوړنه ده."

عبدالحفیظ شیخ مطبوعاتو ته وویل چې دوی حکومت د ورکوټي بجټ باوجود د احساس پروګرام لپاره پیسې دوه چنده کړی ترڅو دغه پیسې خلکو ته ورسیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG