لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حفیظ شیخ: د کرونا وایرس وبا نه د پاکستان اقتصاد ته دری زره اربه روپو تاوان کېدی شي


Hafeez Shaikh
Hafeez Shaikh

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د معاشي چارو سلاکارحفیظ شیخ ویلي چې هیڅ څوک نه دی خبر چې کرونا وایرس ناروغي به کله ختمیږي خو داسې امکان دې چې د پاکستان اقتصاد ته به د 3,000 روپو زیانوشي.

ښاغلي حفیظ شیخ د خالي په ورځ په اسلام اباد کې د مرکزي کابینې د ځینې نورو غړو ترڅنګ یو مطبوعاتي کانفرانس ته د بجټ پیش کیدو یو ورځ وروسته وویل چې کرونا وایرس دلاسه زموږ ټرانسپورټ ، کارخانی او کاروبارونه تړل شوي دي. کرونا وبا له امله په ټوله نړۍ کې غربت زیات شوې دی. تر اوسه موږ حکومت یو کروړ – لس میلینه کورنیو سره د نغدو روپو امداد کړی دی.

نوموړي وویل چې اي ایم ایف یا نړیوال مالياتي ادارې د کرونا ناروغۍ پرمهال پاکستان ته 1.4 اربه ډالر امداد ورکړی، او دا اداره د پاکستان په خلکو د ظلم کولو لپاره نه بلکې د نړۍ د 200 هیوادونو لخوا جوړ کړل شوې ده. حفیظ شیخ وویل چې اي ایم ایف پاکستان ته کومې پیسې ورکوي هغه به بیرته هم اخلي خو پاکستان د اي ایم ایف تابع نه دی او ډیری فیصلی به موږ تهبه خپله کول وي.

د پاکستان واکمن تحریک انصاف حکومت د جمعی په ورځ د مالي کال 2020-21 دپاره د7.13 ټریلینه روپوبجټ پارلیمان ته وړاندې کړی وو. دغه بجټ چې د 3437اربو روپو دخسارې بجټ کې دفاع دپاره د تعلیم او روغتیا نه زیاتې پیسې بېلې کړل شوي.

په ټولنیزو رسنیو دا وخت د پاکستان د مالي کال 2020-21 دپاره وړاندې کړل شوي بجټ باندې سختې نیوکې روانې دي. اکثره خلک دغه نیوکې په بجټ کې د دفاع دپاره د زیاتو پیسو ایښودلو او تعلیم او صحت دپاره دکمو پیسو ایښودلو له وجې کوي. دغه بجټ چې د واکمن تحریک انصاف حکومت دوهم بجټ دې د دفاع د څانګې دپاره 1290 اربه روپۍ بیلې کړل شوي دي. په ټولینزو رسنیو که یو طرفته خلک د نوو ټیکسونو د نه لګولو ستاینه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG