لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به تر اکتوبر ایف اې ټي ایف په خړ لیسټ کې وي


 پاکستان 2018 کال د جون راهسې د ایف اې ټي ایف په خړ لیسټ کې دی او ورته خبردارۍ ورکړل شوې که د ترهګرو د مالي مرستو خلاف ګامونه پورته نه کړي نو نوم به یې د ادارې په تور نوملړ کې شامل کړل شي.
پاکستان 2018 کال د جون راهسې د ایف اې ټي ایف په خړ لیسټ کې دی او ورته خبردارۍ ورکړل شوې که د ترهګرو د مالي مرستو خلاف ګامونه پورته نه کړي نو نوم به یې د ادارې په تور نوملړ کې شامل کړل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې د ترهګرو د مالي سرچینو خلاف کارکوونکې نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) د پاکستان په کیس یا قضیه په خپله غونډه کې چې د دې اونۍ په سرکې شوې بحث نه ده کړې او دا به تر اکتوبر پورې خړ لیست کې پاتې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په بیان کې ویلي:" د ایف اې ټي ایف د آنلاین غونډې په ایجنډا کې چې د 2020 کال د جون 24 شوې ده پاکستان پکې شامل نه وو، او په دغه غونډه کې پاکستان په اړه کومه نوې پریکړه نه ده شوې ".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي نو دغه کبله د ایف اې ټي ایف په فرورۍ میاشتې کې شوې غونډه کې اخیستل شوي فیصلې به په عمل کې پاتې وي.

د ایف اې ټي ایف په اخری غونډه کې پاکستان په خړ لیسټ کې د ساتلو د شپږو میاشتو توسیع (تر جون 2020 پورې) د دغه خبردارۍ سره ورکړچې که چیرې د ورکړل شوي ایکشن پلان په پاتې شرطونو یې"مهم او دوامداره پرمختګ ونه ښیې نو په وړاندې به یې اقدام وشي، په ځانګړي توګه ترهګرۍ کې د مالي مرستو د مقدمو د تعقیب او سزا ورکولو کې. "

پاکستان 2018 کال د جون راهسې د ایف اې ټي ایف په خړ لیسټ کې دی او ورته خبردارۍ ورکړل شوې که د ترهګرو د مالي مرستو خلاف ګامونه پورته نه کړي نو نوم به یې د ادارې په تور نوملړ کې شامل کړل شي.

روان کال د جنورۍ په 31 مه د امرېکې د کانگرس یو ځانگړې رپوټ کې ویل شوي دي چې پاکستان د لسیزو راهسې د افغانستان په چارو کې یو متحرک خو منفي کردار لوبوي:

"د پاکستان امنیتی ادارو د افغان یاغیانو ډلو په ځانگړي ډول د حقاني شبکې سره خپلې ټینگې اړېکې ژوندۍ ساتلي دي" پاکستان تل دغه تورنه رد کړي دي.

پاکستاني مشران وایي د ترهگرو د چندو په ټولولو یې بندیز لگولې او انکار کوي چې اوس هېواد په ښو او بدو طالبانو کې فرق ختم کړی دی، خو په نړیوالو رسنیو کې داسې خبرونه چاپ کیږي چې پاکستان اوس هم د ښو او بدو طالبانو په خپله تگلاره ولاړ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG