لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په وړاندیز هند ویلي چې پاکستان باید خپل د قرضونو ستونزو یادونه وکړي


پاکستان د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په څرګندونو چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د کرونا وایرس وبا د اغیزو د مخنیوي لپاره د پاکستان تجربه هند سره د شریکولو وړاندیز ته په ځواب کې کړي وې خواشیني څرګنده کړی.

د زیارت په ورځ عمران خان د کرونا وایرس دناروغۍ اغیزې کمولو لپاره د هندوستان سره د پاکستان حکومت د نغدو روپو احساس پروګرام (احساس کیش پروګرام) تجربه شریکولو وړاندیز کړې وو.

د هند په اقتصاد د کرونا وایرس د اغیزې په اړه د یوې څېړنې د یو رپورټ په حواله عمران خان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو : "د دې رپورټ له مخې په هندوستان کې 34 فیصده کورنۍ به پرته د مرستو له یوې اوونۍ زیات د ژوندي پاتې کیدو توان ونلري. زه مرسته کولو ته تیار یم چې زموږ د نفدو روپو د لیږد کامیاب پروګرام چې په نړیواله کچه د لاسرسي او روڼتیا لپاره ستایل شوی د هند سره شریک کړم. "

خو د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د عمران خان د وړاندیز ته په ځواب کې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان د قرضونو ستونزه لري چې د "د دوی د ټول مجموعي پیداوار 90 فیصده برخه جوړیږي.".


هندوستان ټایمز د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراگ سریواستو له قواله ویلي چې: "پاکستان لپاره به دا ښه وي چې یادونه وکړي چې دوی د قرض ستونزه لري چې د دوی د مجموعي قامي پیداوار 90 فیصده برخه جوړیږي. ترڅو چې د هندوستان خبره ده، زموږ د امداد پیکیج د پاکستان د مجموعي قامي پیداوار برابر دی. "

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تیره میاشت د خواري کښو او د ورځني معاش ګټونکو لپاره چې د کرونا وایرس بحران نه زیات اغیزمن شوي دي د څو اربه روپو احساس ایمرجنسۍ کیش پروګرام پیل کړو. دا پروګرام د احساس کیش پروګرام نه جلا دی چې ترمخه یې د 12 میلینه کورنیو سره د 144 اربه روپۍ بېلې کړل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG