لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان حکومت یوازینی قامي تعلیمي نصاب د جوړولو هڅه کوي، ماهرین وایي ناممکن دی


رپوټ زیاتوي چې په دې تعلیمي نصاب کې د لومړی ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې طالب علمانو دپاره حدیثونه حفظ کول او د هغو ترجمه یا ژباړه یادول شامل وي

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې د نیوز د رپوټ ترمخه د پاکستان واکمن تحریک انصاف حکومت د ټولو صوبایي حکومتونو سره په سلا مشورې د یو شان قامي تعلیمي نصاب په جوړښت کار کوي.

رپوټ کې ویل شوي په دا یو شان قامي نصاب کې به د ټولو زیات پام یو داسې قام جوړلو اړخ ته ورګرځول کېږيچې پخپلو اسلامي ریښو ویاړ کوي ، او مختلف کلتورونو او مذهبونه ته درناوی ولري.

د نیوز ورځپاڼه پدې پروسه کې شامل د سرچینو د خولې لیکي چې د یو شان قامي تعلیمي نصاب بنیاد به د قران او سنت ښوونی، آییني چوکاټ، قامي پالیسو، او خواهشاتو باندې ولاړ وي. خبر زياتوي چې دغه نصاب به د 21 مې پیړۍد ضرورتونو سره سم وي او دا بهطالب علم کې تنقیدي او تخلیقي فکر پیدا کوي.

د عوامي نېشنل پارټۍ په حکومت کې د نوي نصاب جوړښت په کمیټۍ کې شامل تعلیمي ماهر زبیر حسرت وي او ای ډیوه ته وویل که مرکزي حکومت د صوبو په مرسته د یو شان تعلیمي نصاب جوړولائ شي نو دا به ‌ډیره ښه خبره وي خو وایي دا ناممکن ده.

زبیر حسرت وایي: ”پاکستان کې څلور صوبې یا قومیتونه دي، او نور قومیتونه او د هغه ټولو خپل خپل رسمونه رواجونه دي د هغو ټولو خپلی ژبې دي، د هغو ټول خپل ثقافتونه دي، خپل خپل رنګونه یې دي. یو شان نظام تعلیم خو به نه مشران وغواړي او نه د پاکستان چلوونکي. ځکه چې که هغو غوښتلی نو د هغو بچي به په لوی عهدو نه وو او د غربیانو بچي بهنور غرییان کیدل نه او بې تعلیمه پاتې کیدل نه“.

یو بل تعلیمي ماهر ډاکټر ای ایچ نیئر وي او ای ډیوه ته ویلي د اتلسم آییني بدلون نه پس نصاب جوړول د صوبو حق ګرځول شوی دی او که په مرکز کې ناست خلک قامي نصاب جوړوي او په صوبو یې ورتاپي نو دا به د اساسي قانون سرغړونه وي.

ډاکټر ای ایچ نیئر وایي: ” زه په دې سخت اعتراض لرم، که په دا یو شان قامی نصاب کې یو اړخ ته زیات اسلامیات یا مذهب ښودلی کېږي او بل اړخ ته دا په طالب علم کې تنقیدي او تخلیقي فکر پیدا کول غواړي نو دا دواړه یو بل سره متضاد څیزونه دي. ولی چې مذهبي تعلیماتو سره سره په یو ماشوم کې تنقیدي فکر پیدا کول ناممکن دی“.

ډاکټر نیئر زیاتوي: ”که پدی نصاب کې د صوبو مورنۍ ژبې او کلتور د پامه وغورځول شي نو دا به د هېواد دپاره خطرناکه خبره وي. او زه ګڼم چې دا د وړو قامونو شناخت د ختمولو یوه هڅه ده“.

د خبر ترمخه دا نصاب به په راتلونکي تعلیمي کال کې په اول او پنځم ټولګیو کې عملي کیږي. رپوټ زیاتوي چې په دې تعلیمي نصاب کې د لومړی ټولګي نه تر اتم ټولګي پورې طالب علمانو دپاره حدیثونه حفظ کول او د هغو ترجمه یا ژباړه یادول شامل وي.

XS
SM
MD
LG