لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : مرکزي بېنک د سود شرح کې نور يو فيصد کمی کړی دی


State Bank of Pakistan
State Bank of Pakistan

د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک اف پاکستان د سود په شرح کې نور يو فيصد کمی راوستی دی او په ملک کې د سود شرح تر اته فيصده کړی شوې ده.

د اقتصاد ماهرين دريځ لري چې په نړيواله کچه د کرونا وايرس له امله اقتصاد زيانمن شوی او اغېز يې په پاکستان هم پرېوتی دی چې له کبله يې نه يواځې کاروباري هلې ځلې ودرېدلي بلکې د پاکستان په اقتصاد هم منفي اغېز پرېوتی دی.

ماهرين وايي اقتصادي زيان کمولو لپاره حکومت هڅه کوي چې د سود شرح کمه کړي چې داسې کولوسرهيو وارې بيا اقتصاد ته وده ترلاسه شي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وايي د کرونا وايرس وروسته د اقتصادي نړۍ اغېزمن کېدو وروستو د خلکو د اخستلو توان هم کم شوی چې له امله يې د ګرانۍ شرح هم کمه شوې ده او د دې اثر د پاکستان په اقتصادي پرمختيا پرېوتي دي.

سجاد احمد وايي : " د څيزونو غوښتنه کمه شوي ده، کارخانې ودرېدلې، بې روزګاري زياته شوه. نه چا سره پېسې شته. اوس دا يوه ويره هم ده چې جي ډي پي يا د شرح نمو منفي رپورټ شي نو د سود شرح کمولو مقصد په اصل کې د پېسې بيا استعمالول پېل کېدل دي، روزګارونه بيا ابادول دي، که کاروباري هلې ځلې کېږي نو ټېکسونه به راځي او داسې په مالي خساره کې کمی راوستل کېدی شي."

د کرونا وايرس وړاندې په پاکستان کې د سود شرح ۱۳ اعشاريه پينځه ویشت ته رسول شوې وه او د ملک دننه د ګرانۍ کچه ۱۴ اعشاريه پينځه فيصده وه او روان کال د اپرېل په مياشت کې دغه کچه اته اعشاريه پينځه فيصده ته راکمه شوې ده.

د مرکزي بېنک له خوا د مارچ نه تر مۍ مياشتې پينځه اعشاريه ۲۵ فيصده د سود په شرح کې کمی راوستل شوی دی.

د اقتصاد ماهر پروفېسر منظور علي په دې اړه وايي د سود شرح کمېدو سره به اقتصادي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي او د کرونا وايرس له امله چې د بې روزګارۍ کومې ستونزې رامخې ته دي، په هغې به د څه حده پورې قابو وموندل شي.

نوموړی وايي چې سرمايه کاري اسانه شي، کاروباري خلکو ته په اسان نرخ پېسې ورکول کېږي نو داسې کاروباري هلې ځلې ښه کېدلی شي.

له دې وړاندې د وزيراعظم عمران خان د خزانې سلاکار ډاکټر حفيظ شېخ ويلي وو په پاکستان کې مالي خساره د اووه اعشاريه څلور فيصده نه نهه فيصده ته زياتېدی شي.

نړيواله مالياتي اداره اي اېم اېف وايي د کرونا وبا له امله د پاکستان اقتصادي پرمختيا به منفي يو اعشاريه پينځه فيصده ته راکمه شي.

هم دا راز د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د غربت کچه به د ۲۴ فيصده نه ۲۹ فيصده ته زياته شي او ۳۰ لکه خلک به نور هم بې روزګاره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG