لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ممبۍ کې د حملو مبېنه منصوبه ساز ته پاکستاني عدالت پنځه کاله د قېد سزا واوروله شوه


په کال ۲۰۰۸ کې په ممبۍ کې د حملو په وخت لکهوي د لشکر طیبه د عملیاتو مشر وو. په حملو کې ۱۶۶ کسان مړه شوي دي چې پکې امریکاي شهریان هم وو. امریکا او هندوستان لشکر طیبه د ممبۍ په حملو کې ککړ بولي
په کال ۲۰۰۸ کې په ممبۍ کې د حملو په وخت لکهوي د لشکر طیبه د عملیاتو مشر وو. په حملو کې ۱۶۶ کسان مړه شوي دي چې پکې امریکاي شهریان هم وو. امریکا او هندوستان لشکر طیبه د ممبۍ په حملو کې ککړ بولي

د ترهګرۍ ضد د پاکستان یو عدالت د غېرقانوني ټاکل شوي تنظیم لشرطیبه یو اهم مشر او په کال ۲۰۰۸ کې د هندوستان په ممبۍ ښار کې د حملو مبینه منصوبه ساز ‌ذکي الرحمان لکهوي ته پنځه کاله قېد سزا اورولې ده.

په لاهور کې مېشت عدالت ذکي الرحمان لکهوي ته دغه سزا د ترهګرو سره د مالي مرستې په جرم اورولې ده چې هغه په دې غرض یو کلېنک چلوولو.

لکهوي ته د عدالتي سزا معلومات د ترهګرۍ ضد د پنجاب حکومتی ادارې د جمعې په ورځ شایع کړل. ادارې وویل لکهوي تېره هفته نیول شوی او ۶۲۲ ډالرو جرمانه پرې هم لګول شوي ده.

د وي او ای د نګریزۍ څانګې رپورټ وايي په کال ۲۰۰۸ کې په ممبۍ کې د حملو په وخت لکهوي د لشکر طیبه د عملیاتو مشر وو. په حملو کې ۱۶۶ کسان مړه شوي دي چې پکې امریکاي شهریان هم وو. امریکا او هندوستان لشکر طیبه د ممبۍ په حملو کې ککړ بولي.

پاکستاني مامورینو ذکي الرحمان لکهوي د ممبۍ حملو نه پس ونیول و خو په کال ۲۰۱۵ کې هغه په ضمانت ازاد شو.

هندوستان د ډیر وخت راهسې د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د ممبۍ حملو په لړ کې دې په لکهوي مقدمه وچلوي خو پاکستاني چارواکي وايي هندوستان د هغه په ضد کوټلي شواهد نه دي شریک کړي.

واشنګټن تېره هفته د لکهوي د نیول کېدو هرکلی وکړو او د ترهګرۍ د ملاتړ او د مالې مرستې په لړ کې د هغه د احتساب یې دغه اهم ګام وبللو. د امرېکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ وویل د لکهوي په مقدمه او سزا کېدلو به نظر ساتي او غواړي چې د ممبۍ په حملو کې د ککړتیا په سر یې محاسبه وشي.

ملګرو ملتونو نو ذکي الرحمان لکهوي د نړیوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي هندي چارواکي د لکهوي ګرفتاري او سزا په پاکستان د اېف ای ټي اېف فشار سره تړي. فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس په نړیواله کچه د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي دپاره کار کوي.

اینده مایشت په پېرس کې د ادارې غونډه کېدونکي ده چې پکې به د ترهګرو د مالي سرچینو په ضد د پاکستان اقداماتو ته کتنه هم کېږي. ادارې په خپله تېره غونډه کې پاکستان ته د ۲۰۲۱ د فېبرورۍ د میاشت پورې وخت ورکړی و چې د ترهګرو د مالي وسیلو خلاف دې د ۲۷ ټکو تګلاره عملي‌ کړي.

اېف ای ټي اېف منلي چې پاکستان د ۲۷ نقطو په فهرست کې ۲۱ عملي کړي دي.

پاکستان دا وخت د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست یا ګری لسټ کې شامل دی او که چېرې د ادارې غوښتنې پوره نکړي نو په تور فهرست کې شاملېدلی شي خو پاکستانی مامورین وايي د اېف ای ټي اېف ټولې تقاضې په عملي کړي او ملک به یې د خړ فهرست نه لرې کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG