لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان دپاره د پاکستان استازی به د کابل سفر کوي


د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري او اصف دراني
د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري او اصف دراني

د افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازی اصف دراني به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کابل سفر کوي او طالب چارواکو سره به په دوه اړ خيزه معاملاتو خبرې کوي.

دراني په داسې حال کې کابل ته تلونکی دی چې پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې په مبینه توګه مېشت وسله وال په پاکستان کې حملې کوي او د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دغه خبره ردوي.

یو پاکستاني چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل چې دراني به په کابل کې طالب چارواکو سره د امنیت او په تجارت کې د همکارۍ په موضوع خبرې کوي.

کابل ته د تګ نه مخکې دراني وي او ای ته وویل چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت زیات شوي. د پاکستان حکومتي شمېرې ښښي چې په موجوده وخت کې د دواړو ملکونو تجارت مالیت د دوه بېلین ډالر نه زیات شوی دی.

دراني وویل په افغانستان کې د نسبتاً امن له امله مرکزي اېشیايي ملکونو سره د افغانستان دلارې د پاکستان تجارت ۲۰۰ مېلین ډالرو ته رسېدلی دی چې دوه کاله يې مالیت ۵۵ مېلین ډالر و.

د وي او ای رپورټ وايي دراني په داسې حال کې کابل ته ورځي چې په پاکستان کې د وسله والو په حمله کې اضافه لیدل کېږي او پاکستاني چارواکي وايي په تشدد کې سږ کال تر اوسه پورې د ۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په وروستیو ګڼ شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي ټي ټي پي په افغانستان کې د پناه ځایونو نه په پاکستان کې حملې ترتيبوي. د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دریځ ردوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، پاکستان د طالبانو نه غوښتنه کوي چې امریکې سره د کال ۲۰۲۰ د امن معاهدې پابندي دې وکړي او د افغانستان خاوره دې ترهګرۍ دپاره استعمالېدو نه نه پرېږدي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ واشنګټن هم په طالبانو غږ وکړو چې د ترهګرۍ خلاف خپلې ژمنې دې پوره کړي.

د امریکي د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېتيومېلر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل امریکې دا خبره واضحه کړې ده چې دا د طالبانو ذمه واري ده افغانستان به د ترهګرو حملو دپاره پناه ځای د جوړېدو مخه نېسي.

د پاکستان پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په "یو ګاونډي ملک "کې د ټي ټي پي او د دې په شان د نورو وسله والو ډلو پناه ځایونو، د حرکت ازادي او د جدیدو وسله ترلاسه کېدلو د پاکستان امنیت د اغیز من کېدو لوی سبب دی. په بیان کې د کوم ملک نوم نه و اخیستل شوی.

د پاکستان امنیتي چارواکو د دې خبرې هم تصدیق کړی چې د وسله والو خلاف په وروستیو عملیاتو کې يې امریکايي وسله هم ترلاسه کړې ده. پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې ځینو افغان طالبانو تېره هفته په بلوچستان کې په یوه حمله کې برخه اخېستې وه.

په جنیوا کې مېشته سمال ارمز سروی نومې ادارې د دې میاشت په شروع کې شایع کړي یو رپورټ کې خبرداری وکړو چې ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې د افغانستان د نسکور شویو امنیتي ځواکونو وسلې ته لاس رسی لري.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د خالي، شنبې، په ورځ په اسلام اباد غږ وکړو چې پاکستان طالبانو سره ثبوتونه شریک کړي چې ټي ټي پي د افغانستان نه حملې کوي. د هغه په قول طالبان به د ثبوتونو په بنیاد اقدامات وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG