لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ : پاکستاني څره د افغانستان بمونو کې استعماليږي


امريکائي پوځ وائي په افغانستان کې دڅرې څخه خواؤشا 80 فيصده بمونه جوړيږي ، کله چې دغه څره دتيلو سره شريکه کړل شي په طاقتورو بارودو کې بدل شي، نور بمونه دوسلو لکه مائنونو او گولو څخه جوړيږي
امريکائي پوځ وائي په افغانستان کې دڅرې څخه خواؤشا 80 فيصده بمونه جوړيږي ، کله چې دغه څره دتيلو سره شريکه کړل شي په طاقتورو بارودو کې بدل شي، نور بمونه دوسلو لکه مائنونو او گولو څخه جوړيږي

د امريکائي چارواکو ترمخه په افغانستان کې دسلگونو امريکائي ځواکونو په بمونو کې دوژل کيدو بنيادي عنصر ديوې يواځينۍ پاکستاني کمپنۍ لخوا پيدا کيدونکې څره ده.
د امريکائي چارواکو په وينا د140,000ؤ بمونو لپاره زياتره کيلشئيم امونيم نائټريټ څره تير کال دپاک عرب فرټيلائزر لميټيډ لخوا په قانوني توگه جوړه شوې وه ، وروستو دتندلارو او دهغوي ټيکه دارانو لخوا جنوبي او ختيز افغانستان ته سمگل کړل شوه.
امريکائي پوځ وائي په افغانستان کې دڅرې څخه خواؤشا 80 فيصده بمونه جوړيږي ، کله چې دغه څره دتيلو سره شريکه کړل شي په طاقتورو بارودو کې بدل شي، نور بمونه دوسلو لکه مائنونو او گولو څخه جوړيږي.
امريکا يونيم کال دمخه پاکستاني چارواکو او ددغه هيواد دتر ټولو سترو کمپنيو څخه ديوې پاک عرب سره خبرې اترې پيل کړې وې خو دکيلشيئم امونيم نائټريټ فرټيلائزر دويشل کيدو او خرڅيدو په اړه تر دې مهاله هيڅ ضابطه نشته.
.ډيموکريټک سينيټر بوب کيسي چې تيره اوونۍ يې دعملياتو لپاره په پوځي او غيرپوځي مشرانو دفشار اچولو لپاره دپاکستان دسفر په مهال دکانگريس ديو هيئت مشري کړې وه وائي کۀ چرې يو داسې هيواد وي په کوم چې ديو داسې څيز دجوړيدو فيکټري وي چې بالاخره يوه ستونزه جوړيږي نو دغه هيواد ته به لږ ترلږه دستونزې دنيمائي هواري لپاره کردار ادا کول وي.
دغه سناتور دا هم وائي چې دسړک دغاړې بمونه په افغانستان کې دامريکائي پوځيانو لپاره سخته خطره ده.
امريکائي چارواکي وائي پاکستان او پاک عرب هاغه فرټيلا ئزر ته دقانوني شکل ورکولو دخواهش څرگندونه کړې ده چې ترې په پراخه پيمانه بمونه جوړيږي او تندلاري يې دپاکستان دننه دزرگونو عسکرو او اولسي وگړو دوژنې لپاره کاروي.
په افغانستان کې دکورنيو جوړيدونکو بمونو له امله په وژنو کې دروزانه په بنياد اضافې باوجوددپاکستاني چارواکو لخوا دکاررروايۍ نۀ کولو سره به پاک امريکا اړيکې نورې هم دتاؤتريخوالي سره مخ شي، ځکه چې په پاکستان دوړاندې څخه دخپلې پولې له لوري دتندلارو دمدد کولو تورونه دي.
کيسي وائي دا يو ازميښت دى بنيادي څيز اوس نتيجې ليدل دي.
په پاکستان کې دکيشلشئيم امونيم نائټريټ څرې پيداکوونکې کمپني پاک عرب دهيواد په زراعتي صوبه پنجاب کې دوه فيکټريانې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG