لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي هندوستان په کشمېر کې په دوو محاذونو د ښکېلوولو کوښښ نه کوي


د هندوستان د پوځ مشر جنرل منوج موکند نراواني د می په میاشت کې ویلي وو چې د دوو محاذونو  د جنګ خبره امکان لري
د هندوستان د پوځ مشر جنرل منوج موکند نراواني د می په میاشت کې ویلي وو چې د دوو محاذونو  د جنګ خبره امکان لري

د پاکستان پوځ دا دعوې رد کړي چې هندوستان په کشمېر کې په محاذونو په جنګ کې د ښکیلوولو په غرض د چین سره همکاري کوي.

د پاکستان د انتظام لاندې کشمېر کې د پاکستاني پوځ مشر مېجر جنرل عامر احسن نواز د شورو، چهارشنبې، په ورځ په هندي ځواکونو الزام ولګوولو چې په کشمېر کې په لاین اف کنټرول یې تاوتریخوالی زیات کړی دی. لاین او کنټرول یا اېل اوسي کشمیر په دوو برخو کې تقسیموي.

د پاکستان د انتظام لاندې کشمېر په چېریکوټ برخه کې خبریالانو ته وېنا کې مېجرجنرل عامر وویل هندوستان سږ کال د ډزر بندۍ ۲۰۰۰ خلاف ورزۍ کړي دي او زیاتره ملکي ابادي یې په هدف کړې ده او خلکو ته یې زیان رسولی دی.

د هند پوځ وایي پاکستان د سږ کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ له اوربنده 1144 واره د جنګ بندۍ سرغړونه کړې.

د وي او ای انګریزۍ څانګې خبریال ایازګل په خپل رپورټ کې لیکلي چې د پاکستان پوځ چېریکوټ ته خبریالان په دې غرض په هېلې کاپټر کې بوتللي وو چې د پوځ په وینا د اېل او سي سره نژدې په کلیو کې د اوسیدونکو خلکو مشکلات ورته وښايي.

مېجر جنرل عامر وویل تر څو چې د دوی خبره ده هندوستان سره په دوو محاذونو د جنګیدو څه منصوپه نلري."دا یوه ویره ده، دا یوه بیانیه ده چې هندوستانیان یې لري او خپروي یې…"

مېجرل جنرل عامر دغه خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې هندوستان دا تشویش لري چې چین او پاکستان په هندوستان د فشار اچوولو په خاطر په کشمېر کې یو بل سره همکاري کوي.

د هندوستان او چین ترمنځ د همالیه په لداخ سیمه کې د پولې په سر تاو تریخوالی زیات شوی او تېره میاشت د دواړو ملکو د پوځونو لاس په لاس جنګ کې ۲۰ هندي عسکر ووژل شو..

د هندوستان د پوځ مشر جنرل منوج موکند نراواني د می په میاشت کې ویلي وو چې د دوو محاذونو د جنګ خبره امکان لري.

د وي او ای انګریزۍ څانګې په رپورټ کې وېل شوي چې هندوستان په پاکستاني ځواکونو په کشمېر د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګوي او په ورستیو ورځو کې یې ویلي وو چې پاکستاني ځواکونو د کشمېر په پونچ سیمه کې د لاین اف کنټرول خلاف ورزي او ډزې کړي دي.

هندي مامورین دا خبره هم کوي چې پاکستان د هندوستان د انتظام لاندې کشمېر کې د بیلتون خوښو وسله والو ملاتړ کوي خو پاکستان دا ردوي.

مېجرجنرل عامر وویل هندوستان د اېل او سي په ټوله کرښه د څارنې جدید نظام لګولی دی او که بیا هم دوی د وسله والو د داخلېدو خبره کوي نو د هندي پوځ په فعالیت پوښتنې راپورته کېدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG