لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشيد: د نیوزي لېنډ د ټول پوځ نه زیات پاکستاني ځواکونه د نیوزي لېنډ کرکټ ټیم په امنیت په ځای کړی شوي وو


د پاکستان د کورنيو چارو وزیر ویلي، د نيوزي لېنډ دومره ځواکونه نه دي څومره چې پاکستان د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلې ته د امنيت برابرتيا کړې وه او په لومړي ځل د نیوزي لېنډ کرکټ لوبډلې د امنیت دپاره پوځ په ځای کړی شوی وو. خو باوجود د دې نيوزي لېنډ د خپلې کرکټ لوبډلې د پاکستان سفر ځنډولی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله چې د درې يو ورځنو او پينځه 20 اووريزو سياليو دپاره پاکستان ته راغلې په ورځ (17 ستمبر) يې په راولپنډۍ کې لومړۍ سيالي وه، د لوبې پېل کېدو لږه شېبه وړاندې يې ويلي وو د امنيت له خطره دغه دوره ځنډوي.

د نيوزي لېنډ وزیراعظمې جېسنډا ارډرن ويلي وو، د نيوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې د پاکستان نه د وتلو د پرېکړې پوره ملاتړ کوي او زياته کړې يې وه د لوبغاړو خونديتوب ډېر مهم دی.

د نیوزي لېنډ د سفر ځنډولو وروسته پرون په 20 ستمبر انګلېنډ هم ويلي د امنيتي وجوهاتو له امله خپل نارینه او ښځينه لوبډلې پاکستان ته نه ليږي.

ټاکل شوې وه چې د انګلېنډ ټیمونه د اکتوبرپه 13 او 14 په راولپنډۍ کې کې دوه دوه 20 اووريزې لوبې وکړي او بیا به د اکتوبر د 17 نه واخله تر21 پورې، د انګلېنډ د کرکټ ښځينه لوبډلې درې يو ورځنيو لوبو ته په پاکستان کې پاتې کیږي.

خو انګلېنډ دغه سفر لغوه کړی دی.

د انګلېنډ کرکټ بورډ (اي سي بي) ویلي چې هغوی غونډه کړې او په دې لوبو یې بحثونه کړي، "او مونږ کولی شو دا تصدیق کړو چې بورډ په اکراه دا فیصله وکړه چې د دواړو ټیمونو د اکټوبر میاشتې دوره لغوه کړي."

په بیان کې ویل شوي چې د لوبغاړو ذهني او جسماني صحت تر ټولو اهم دی.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رميز راجا ویلي، هغه د انګلېنډ کرکټ بورډ په فېصلې باندې مایوسه دی، خو زیاته کړې یې ده چې د پاکستان ټیم به باقي پاته شي.

د نيوزي لېنډ د سفر ځنډېدو په غبرګون کې هم رميز راجه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې وو ، "نیوزي لېنډ په کومه دنيا کې اوسي، نيوزي لېنډ به مونږ په ايي سي سي (د کرکټ په نړيواله شورا) کې واوري".

او د پاکستان پخواني کرکټر شعېب اختر په ټويټر ويلي وو،

"نيوزي لېنډ د پاکستان کرکټ ووژلو".

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG