لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکو د پولیو په اړه د ګارډین ورځپانې رپورټ رد کړی


پاکستاني چارواکو د برتانیې معتبرې ورځپاڼې ګارډین هغه رپورټ رد کړی چې پکې ویل شوي وو پاکستاني چاروکو په هیواد کې د پولیو د یو ځانګړي قسم (پي ۲) د خوریدو خبره پټه کړې وه.

د پاکستان د صحت مرکزي وزیر ډاکټر ظفر مرزا او د پولیو د مخنیوي پروګرام پخواني مشر بابر بن عطا د ګارډین ورځپاڼې دغه رپورټ رد کړی او نن یې دغې رپورټ ته په ټوېټر ځواب ورکړی.

ګارډین ورځپاڼې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ (نومبر ۷مه) په خپل یو رپورټ کې لیکلي وو چې د پي ۲ واېرس د خوریدو دغه خبره د بابر بن عطا په امر د پاکستاني حکومت، د صحت نړیوالو ادارو او مرستندویه ادارو نه پټه ساتل شوې وه. بابر بن عطا په دغه ورځو کې د وزیراعظم عمران خان د پولیو د مخنیوي پروګرام د مشر په توګه کار کوو. د ورځپاڼې تر مخه د دغه واېرس د مخه نیولو لپاره چارواکو په پټه د ویکسین ورکولو یو پروګرام هم پېل کړی وو.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي: ٫٫ د پولیو مخنیوي کې د خپل غفلت او خرابې کارکردګۍ پټولو لپاره بابر بن عطا فیصله کړې وه چې د دغه کیسونو خبره په ډاګه نه کړي.٬٬ ورځپاڼې د یوې پټې سرچینې له خوا ویلي چې پي ۲ واېرس ځکه بیرته راپیدا شوی چې د دغې د مخنیوي وېکسین په غلطه توګه کارول شوي وو.

د ګارډین په خبر کې د دغه سرچینې د خلې لیکل شوي:٫٫ چرته دغه وېکسین د چا لخوا په غلطه توګه کارول شوي او د دغې غفلت له وجې دغه واېرس (پي ۲) بیرته په چاپیریال کې راغلی او زمونږ ماشومان یو ځل بیا د دغه خطرناک واېرس نه متاثره کیږی.٬٬

نن د جمعې په ورځ پاکستاني چارواکو د ګارډین اخبار دغه رپورټ رد کړی. د پاکستان د صحت مرکزي وزیر او د وزیراعظم عمران خان ځانګړي استازي ډاکټر ظفر مرزا نن په خپل ټوېټر لیکلي :٫٫ هیڅ څه هم نه دي پټ کړل شوي.٬٬

خو نوموړي هم نن د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې منلي وو چې په پاکستان کې د پي ۲ پولیو ۷ نوي کېسونه معلوم شوي دي.

ډاکټر مرزا په خپل ټوېټ کې لیکلي چې د اېس اېل ټي ۲ ډي واېرس په پاکستان کې خوریدل په پام کې ساتل شوي او د دغې مخنیوي لپاره مناسب ګامونه هم اخستل کیږي.

د پولیو د مخنیوي پروګرام پخواني مشر بابر بن عطا هم نن په ټوېټر د ګارډین ورځپاڼې دغه رپورټ رد کړی او دغه تورونه يې بې بنیاده بللي. بابر بن عطا لیکلي چې هغه په دغه لړ کې ګارډین ورځپاڼې ته خط هم لیکلی.

سږکال په پاکستان کې د پولیو نه متاثر شوو ماشومانو شمیر ۸۰ ته رسیدلې او د خیبرپښتونخوا له جنوبي ضلعو نه پرله پسې مثبت پولیو کېسونو شمېره یو کم شپېته (٥٩) ته سېوا شوې ده.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د انکاریانو زیاته شمېره د پولیو وایرس مثبت ماحولیاتي نمونو، او پرله پسې ماشومان د پولیو وایرس په نښه کولو ستونزو وروسته، د ډاکټرانو لخوا د راروان پولیو مهم بایکاټ هم، د پولیو د مخنیوي ادارې دپاره یو بل نوی چلېنج دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG