د ډالر په مقابله کې د پاکستانی روپۍ نرخ درې اشاریه اته فیصده کم شوی او دا وخت په بازار کې د یو ډالر نرخ ١٢٠ روپو ته رسیدلې.
د ګل، دوشنبې، په ورځ سټیټ بینک اف پاکستان په یو بیان کې ټاکلي چې بینکونه خپل منځ کې د کاروبار لپاره ډالر په ١١٩.٨۴ اغستلې او ١٢١ روپۍ خرڅولې شي.
په تیرو ووه میاشتو کې دا دریم ځل دی چې د روپۍ نرخ کم شوی دی.
وړاندې بینکونو په خپل منځ کې کاروبار لپاره د ډالر نرخ ١١٥ روپۍ او ٦٠ پیسې ټاکلی و.
اقتصادي کارپوهان وايي د پاکستان د زرمبادله پنگه مخ په کمیدو ده او دا وخت سټیټ بینک سره ١٠ ارب ډالره پاتې دي.
بل اړخ ته پاکستان به د جون په میاشت کې د درنیم نه تر د څلور ارب ډالرو قرض هم بیره ادا کوي چې له امله یې د ډالر نرخ زیات شوی او روپۍ غورځیدلي ده.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د نړیوال بینکونو او ايي ایم ایف سره شوي لوظنامو په رڼا کې پاکستان به د روپۍ قیمت په قلاره قلاره کموي.