لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي مېرمنو دپاره بنات خدیجه الکبرا نومې انلاین مجله شروع کړه


د ټي ټي پي پخوانی مشر ملا فضل الله چې په کال ۲۰۱۳ کې په امریکايي ډرون حمله کې وژل شوي
د ټي ټي پي پخوانی مشر ملا فضل الله چې په کال ۲۰۱۳ کې په امریکايي ډرون حمله کې وژل شوي

تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، دا هفته د بنات خدیجه الکبرا نومې انلاین مجله شروع کړه چې په تېرو شپږو کلونو دا ډول دریمه مجله ده.

کالعدم ډلې د ۳۶ پاڼو په اردو ژبه کې مجله په داسې حال کې شروع کړې چې په وروستیو ورځو کې یې په پاکستان کې د یو شمېر حملو ذمه وارۍ منلې دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د مجلې د سور او سپين رنګ په مخ په سپين اس د سپرې یوې جنګیالۍ ښځې تصویر دی چې د سر نه تر پښو پورې په تور لباس کې پټه ده او صرف سترګې يې لیدل کېږي او تیاره دې چې غشی وولي. په مجله کې عنوانونه په سرو او ګلابي رنګونو کې لیکل شوي او په ګلونو مزین دي. په مجله کې ښځو اوږده لباسونه اغوستي دي او مخونه يې پټ دي چې خد او خال يې نه ښکاري.

ټي ټي پي په نظریاتي توګه د افغانستان طالبانو سره نژدې ډله ده او ښځو دپاره لومړۍ مجله يې په ۲۰۱۷ کې د سنت خوله په نوم شایع کړې وه. د وي او ای د رپورټ ترمخه خوله د پېغمبر اسلام د وخت جنګالۍ ده چې ښځو ته به يې د جنګ حوصله ورکوله.

د ټي ټي پي د دویمه مجله خواتین کا جهاد یا د ښځو جهاد نومېږي چې د مارچ په میاشت کې شایع شوه.

د ټي ټي پي د تازه مجلې زیاته توجه د کور دننه د ښځو په ذمه واری، د سړو په خدمت او په ملاتړ ده.

د ښځو د موضوعاتو لیکوالا عافیه اېس ضیا وي او ای ته وايي د ټي ټي پي د تازه مجلې اېجنډا انتهاپسندۍ ته وده ورکول نه دي بلکې په ټولنه کې د سړو بالادستي برقرار ساتل دي.

ضیا وايي په مجله کې ښځو ته د ځانمرګي حمله کونکو په ځای د مرستې کردار ورکړی شوی دی چې د لوڼو او کور ودانو په شکل د خپلو سړو شهادتونه ورکوي.

خبریال او د خراسان ډایرې نومې خبري وېب پاڼې باني احسان الله ټيپو محسود د وي او ای سره مرکه کې وايي چې د خپلې انهاپسندۍ نظريې ته د ودې ورکولو په لړ کې ټي ټي پي ښځو ته د اثاثې په څېر کتنه کوي.

محسود دا هم وايي چې په اردو ژبه کې د مجلې شروع کولو مقصد دا هم دی چې ټي ټي پي خپل پېغام د پښتنو نه علاوه په پراخه کچه لوستونکو ته رسوول غواړي.

د ټي ټي پي د مجلې په اړه د وي او ای رپورټ وايي د افغانستان طالبانو برعکس چې د ښځو په تعلیم يې پابندي لګولې ده پاکستاني طالبان د ښځو د تعلیم حمایت خو د مخلوط تعلیم یعني د ښځو او سړو په یوځای د تعلیم ترلاسه کولو سخت مخالفت کوي. ټي ټي پي د انجېنیرۍ په شان ځینې مضمونونه هم د ښځو دپاره غیرضروري بلي.

ضیا وايي ټي ټي پي ځکه هم د تعلیم حمایت کوي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو اېجنډا ځای نه لري او یو نرم دریځ یې وړاندې کړی دی.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس ټي ټي پي حملې زیاتې کړي او سږ کال تر اوسه پورې يې د ۳۰۰ نه زیاتو حملو ذمه واري منلې چې په کې د ۸۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

وېل کېږي چې د ډلې مشر نور ولي محسود په مبینه توګه په افغانستان کې دی.

ټي ټي پي د عمر ميډیا په نوم د خپلې نشریاتې څانګې پاڼې دلارې وډیوز او نور پېغامونه نشر کوي.

د خراسان ډایرۍ ښاغلي محسود وايي د ټي ټي پي د نظریې مخنیوي دپاره د پاکستان ریاست په مناسب ډول ګامونه نه دي پورته کړي. هغه زیاته کړه چې انتهاپسند ډلې د نظريې په بنیاد بیا ژوندۍ کېږي.

د ټي ټي پي تازه مجلې ته لاس رسی د سوشل ميډیا د داسې ډول اکاونټونو دلارې کېدلی شي چې د څارنې نه محفوظ ساتل کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې ساره زمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG