لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي: سعودي ته د نور پوځ لیږل به پاکستان په سیمه کې نور هم یواځې کړي


د پاکستان لخوا سعودي عربستان ته د نور پوځ لیږلو په سر که یو خوا د هیواد دننه سختې پوښتنې راپورته شوي په دغه فیصله د هیواد بهر هم نېوکې روانې دي.

د امریکا یو وتلي څیړونکی ټام روګېن د امریکا واشنګټن اېګزامېنر مجلې ته ویلي پاکستان دغه فیصله په داسې وخت کې کړې چې د ریاض او تهران اړېکې د وړاندې نه کړکېچنې دي او د دې فیصلې سره به پاکستان د ایران نه لرې او د سعودي په مدار کې نور هم ورګډ شي.

ښاغلي ټام ورګېن زیاته کړې د پاکستان دې ګام سره به تهران او اسلام اباد د یوبل نه لرې کیږي. ټام روګېن وړاندې وايي: ٫٫ پاکستان ګڼي چې د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده سلمان بن محمد به ډیر زر د خپل پلار نه واک اختیار اخلي نو دوي (پاکستان) غواړي چې نوی پاچا د پاکستان پلوي وي.٬٬

دغه امریکايي څیړونکی وړاندې وايي د پاکستان د پوځ موجوده مشر چې یو حقیقت پسند کمانډر دی، به د سعودي عربستان د مالي مرستو تر څنګ دا فیصله هم کړي وي چې شهزاده محمد بن سلمان به خپل اړخ ته ساتي.

ټام روګېن زیاتوي: ٫٫سعودي عربستان غواړي چې د ایران په پرتله ځان په پوځي توګه مظبوط وساتي. او د دغې مقصد لپاره د امریکا او اروپايي هیوادونو پوځي لارې لري،خو پوځ يې د ایراني پوځ په شان په جنګي میدان تکړه نه دی. نو د پاکستان پوځ د سعودي عربستان لپاره یو جنګیدونې فصل کیدی شي.٬٬

د پاکستان پارلیمان (قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ) کې هم د جمعې په ورځ سعودي عرب ته د پاکستان د نورو پوځي ځواکونو په لیږلو سختې پوښتنې شوې اؤ د هیواد د دفاع وزیر راتلونکې اوونۍ دسینیټ غونډې ته وربلل شوی ترڅو په ډاګه کړي چې سعودي ته د پوځیانو د لیږلو ترشا څه کیسه ده.

دجمعې په ورځ د پاکستان د سینیټ په دغه غونډه کې د پیپلز ګوند سنیټیز ښاغلي فرحت الله بابر سعودي عرب ته د نورو پوځیانو په لیږلو اندیښنه ښکاره کړه اؤ ویلي يې دي، پوځ د نورو ځواکونو سعودي ته دلیږلو اعلان خو کړی خو نه یې دا په ډاګه کړې چې د دغو پوځیانو شمیره به څومره وي؟

ښاغلي بابر وویلي پوځ سعودي ته دنورو ځواکونو د لیږلو دا اعلان دپاکستان دپوځ سرلښکر د سعودي د سفیر سره له لیدنې وروستو کړی دی اؤ له دې وړاندې پوځي سرلښکر د سعودي عرب نا اعلانه سفر هم کړی چې دهغې په بابله پارلیمان بیخي بې خبره ساتل شوی دی.

د سینیټ چئیرمین ښاغلي رضا رباني هم سعودي ته د نورو ځواکونو په لیږلو اندیښنه وښودله اؤ هیواد ددفاع وزیر خرم دستګیر یې راتلونکې اوونۍ دپارلیمان غونډې ته راوبللو ترڅو پارلیمان ددغه ټولې کیسې نه خبر کړي چې سعودي ته نور څومره ځواکونه د کومو مقصدونو دپاره لیږي؟

همدغه راز د قامي اسمبلۍ په غونډه کې هم سعودي ته د نورو پاکستاني عسکرو په لیږلو اندیښنه ښودل شوې اؤ ویل شوي چې حکومت ددغه معاملې نه پارلیمان بیخي بې خبره ساتلی چې نور څومره ځواکونه سعودي‌عرب ته دکومو غرضونو دپاره لیږي.

په پاکستان کې یو شمیر پوهان ګڼي سعودي عربستان ته د پاکستان د پوځ لیږلو دغه ګام به هیواد په سیمه کې نور هم یواځې کړي او امکان دی د دغې فیصلې وروستو ایران د اسلام اباد سره خپلو اړیکوته بیا کتنه وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG