لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي کې د هیروینو په قاچاق پاکستانیان تر بل هر چا زیات په دار ځړول کیږي


د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه په یو خپور شوي راپور کې راغلي، په سعودي عربستان کې په زرګونو پاکستانیان بندي شویدي او په لسګونو یې په دار ځړول شویدي.

په راپور کې ویل شویدي چې دغو پاکستانیانو ته قانوني حقونه هم نه دې ورکړل شوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د څار اداره (اېچ ار ډبلیو) وایي، په سعودي عربستان کې پاکستانیان تر بل هر چا زیات تېزندۍ کیږي چې اکثره یې د هیروینو او نورو نشي توکو د قاچاقو له امله وي.

راپور وړاندې لیکلي، په سعودي عربستان کې یواځې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ ۶۶ پاکستانیان تېزندۍ شویدي.

د پاکستان د بشري حقونو د څار د ادارې (اېچ ار ډبلیو) یو څېرونکي سروپ اعجاز د فرانسې خبري ایجنسۍ ته ویلي: "پاکستانیان نه یواځې تېزندۍ شویدي بلکه حتی د ابتدایي محکمې پرته تیزندۍ شویدي. "

اعجاز زیاته کړه چې له پاکستانیانو سره په سعودي کې ډیر بد توپیري چلند کیږي.

په سعودي کې ۱.۶ میلیونه پاکستانیان اوسېږي چې اکثره یې مزدورۍ ته تللي خو ددغې څېړنې له مخې ۲۷۹۵ پاکستانیان دامهال په دغه هېواد کې په زندان کې پراته دي.

د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې یو پاکستانی د نهې یا سې شنبې په ورځ په مکه کې د نشي توکو د قاچاقو په تور تېزندۍ شویدی.

د سعودي د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې، څلور نور پاکستانیان تېره میاشت په یوې ښځې د جنسي تیري او د هغې د لور د وژلو په تور تېزندۍ شوي وو.

په دغه راپور کې دا هم ویل شویدي، چې بندي پاکستانیانو ته د ژباړې یا ترجمې اسانتیاوې هم نه وي او زیات وخت په ژبه د نه پوهېدو له امله په داسې کارونو اعتراف کوي چې یې نه وي کړي.

اعجاز په پاکستان هم تور پورې کړ چې ددغې ستونزې د حل په برخه کې یې څه نه دي کړي.

د فرانسې د خبري ایجنسۍ د راپور له مخې یواځې د سږ کال د پیل راهیسې په سعودي کې د بیلابیلو هېوادونو څخه ۳۱ کسان تېزندۍ شویدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG