لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني اولس د کشمیر لپاره د عمران خان غږ ته سوړ غبرګون ښودلی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان لخوا په ګرد هیواد کې د خلکو نه کشمیریانو سره د یو والي لپاره نن د جمعې په ورځ د ۳۰ دقیقو یا منټو لپاره د خپلو کورونو، دکانونو نه بهر ودریدلو غږ ته سوړ غبرګون ښودل شوی او ګڼ شمیر خلکو د دغه ګام په ګټو پوښتنې کړي دي.

په سر ښار اسلام اباد کې د خپل دکان یا اټۍ بهر ولاړ ملک طاهر محمود وايي ٫٫ دوي دا هر څه بې د څه پلاننګ یا منصوبې کړي. د دې قسمه کسانو هیڅ ګته نشته. خلک نه ګڼي چې داسې کارونه به کشمیر ته څه ګټه ورسوی.٬٬

یو بل د کاندار شهباز خټک نه چې کله پوښتنه وشوه چې ایا هغه به خپل د کان نه بهر ووځي او ودریږي به نو هغه ووېل چې نور دکانداران څنګه کوي هغه به يې هم ملګرتیا کوي خو هغه هم وايي چې د داسې قسمه ګامونو په ګټه نه دی خبر.

د پاکستان وزیراعظم عمران ویلي وو چې د جمعې په ورځ د دغه شان احتجاجونو سره به د نړیوالو مطبوعاتو پام د کشمیر کشالې ته وګرځوي. او د دغه احتجاج د کامیابولو لپاره حکومتي وساېل هم کارولي. د ګڼ شمیر حکومتي محکمو کارکونکو ته وېل شوي وو چې د جمعې په ورځ دې د وزیراعظم وینا اوریدلو لپاره د وزیراعظم دفتر ته د تلو وېل شوي وو. د حکومتي سکولونو شاګردان بیا د بېرغونه په لاس د سړکونو دواړه غاړو ته ودرول شوي وو.

پاکستان کې دننه حکومتي او شخصي ټي وي چېنلو ته امر شوی وو چې په خپلو خپرونو کې دې د کشمیر په اړه ځانګړي پروګرامونه او داسې بېنرې وښايي چې پرې دا لیکل شوي وي چې ٫٫ کشمیر به د پاکستان برخه جوړیږي.٬٬

د غرمې ۱۲ بجو نه شورو شوي د ۳۰ منټو دغه احتجاج په وخت د هوايي اډو نه الوتکې نه وې پاڅیدلي او اوورګاډي یا ټرینونه د یومنټ لپاره په ودرول شول او د سړکونو اشارو یا سګنلو بندولو تر څنګ په ریډیو ګانو او ټي وي چېنلو د پاکستان او کشمیر قامي ترانې هم خپرې شوي.

خو په دغه احتجاج کې د عامو خلکو ګډون د دوي د خوښې پرځاې داسې ښکاریدو لکه چې په زور پرې شوې وي. په سرښار اسلام اباد کې په عامه توګه د جمعې د مونځ لپاره دکانونه په ۱۲ بجې تړل کیږي خو نن زیات تره دکاندارانو د وړاندې نه خپل دکانونه تړلي وو. ګاډي هم هغه شان په نظر راتلل او د شمار یو څوګاډو نه ګاډي هم هغه شان په سړکونو زغلیدل. زیات تره خلک د ۱۲ بجووروسته تر هغې نه وو ودریدلي تر څو چې ټریفک پولیسو نه وو ودرولي.

خو یو شمیر خلکو بیا د پاکستان وزیراعظم دغه ګام ستاېلی هم دی. په اسلام اباد کې یو کاروبار کونکی چودهري اظهر وي او ای ته ویلي ٫٫ د دغه احتجاج سره به ټوله نړۍ مونږ ته ګوري او د کشمیر په لانجه به حقیقي لانجه وګڼي.٬٬ یو بل تن ابو بکر چاوله ویلي هر هغه ګام چې جګړه پکې نه وي. ٫٫ مونږ جنګ نه غواړو. مونږ غواړو چې ټولې کشالې په پرامنه توګه حل شي.٬٬

د وزیراعظم عمران خان لخوا اعلان شوي دغه احتجاجونه به د ستمبر میاشتې ۲۷مې نېټې پورې هره اونۍ ترسره کیږي کله چې به عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG