لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ٩ طالبان وژل شوې


شمالي وزیرستان کې پرځائې د پاکستاني ځواکونو تصویر
شمالي وزیرستان کې پرځائې د پاکستاني ځواکونو تصویر
د پاکستان شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې د نهه طالبانو مړي موندلی شوې دي چې په ډزو وژل شوې دي. د طالبانو ترجمان تصدیق کړی دی چې وژل شوې کسان د طالبانو غړي دي.
د فرانس خبري ادارې ای ایف پي د یو امنیتي چارواکې د قوله ویلي د وژل شوؤ کسانو مړي د میر علي سره نزدې پیر کلې کې د سړک په غاړه پراته وو.
د چارواکې وینا وه نامعلومه کسانو دغه مړې غورځولې دي خو دا نه ده معلومه چې چا او ولې وژلې دي.
د طالبانو ترجمان احسان الله احسان ای ایف پي ته ویلي وژل شوې کسان د طالبانو غړي دي. هغه د طالبانو د وژلو الزام په امنیتي ځواکونو ولگولو.
د نهه طالبانو مړي په داسې مهال موندلی شوې چې د اتوار په ورځ چارواکو ویلي وسله والو د پیښور سره نزدې ٢١ تښتول شوې د لیویز کارکونکې وژلې دي.
بل خوا امینتي ځواکونو ویلي تیراه کې د وسله والو خلاف د گل په ورځ د جنگي جهازونو د لارې کاروائي کې لږ تر لږه اته وسله وال وژل شوې دي.
د خیبر ایجنسۍ په لرې پراته تیراه سیمه کې وخت په وخت امنیتي ځواکونه وسله والو خلاف د کاروائي او پکې وسله والو ته د نقصان رسولو خبرونه مطبوعاتو ته وړاندې کوي چې په ازاده توگه يي تصدیق ځکه ممکن نه وي چې سیمه کې د خرابې امنتي وضعې په وجه خبریالان هلته په ازاده توگه خپله دنده نشې ترسره کولی. وسله وال هم اکثر د امنیتي ځواکونو دعوې ردوي او په ځواب کې ځواکونو ته د نقصان رسولو خپلې دعوې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG