لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پکتيا : بمي چاؤدنه کې 13 کسان وژل شوي دي


پکتيا : بمي چاؤدنه کې 13 کسان وژل شوي دي
پکتيا : بمي چاؤدنه کې 13 کسان وژل شوي دي

په کابل کې چارواکي وائي دشورو په ورځ په ختيز افغانستان کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنې له امله دښځواو ماشومانو په شمول 13 کسان وژل شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت لخوا جاري شوي يو بيان له مخې ددريوؤ پائيو يو گاډى دسړک دغاړې بم سره ټکر شوى چې له امله يې دښځو، ماشومانو اومشرانو سړو په شمول 13 کسان وژل شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت څخه جاري شوي بيان کې ددغه چاؤدنې ذمه واري دهيواد په دښمنانو اچول شوې ده.
دغه چاؤدنه دپاکستان دپولې ترڅنگ دپکتيا ولايت په خوشمنداولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
په افغانستان کې دتيرو څلورو ورځو په مهال ترسره شوؤ دريوؤ دسړک دغاړې بمي چاؤدنو کې 28 کسان وژل شوي دي.
دغه وروستۍ پيښه درې ورځې وروستو له هغې رامينځته شوې چې په شمالي افغانستان کې دسړک دغاړې يوې بمي چاؤدنه کې دجنجيانو يو گاډى دبم سره دټکر کيدو له امله شپږ ښځې، دوه سړي او يو ماشوم وژل شوي وؤ.
په يوه بله پيښه کې دنهې په ورځ په شمالي افغانستان کې په تندلارو هاغه مهال يوه بمي چاؤدنه ترسره شوې وه چې هغوي دبم جوړولو هڅه کوله.
همدغه شان دشوروپه ورځ په جنوبي زابل ولايت کې ددوؤ ډلو ترمينځ شوې نښته کې 13 تندلاري وژل شوي دي.
افغاني چارواکي وائي تير کال دطالبانو په بريدونو او دتندلارو په ضد ترسره شوؤ پوځي عملياتو کې 2,043 اولسي وگړي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG