لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستاني مسافرو په بس افغانستان کې بريد ،11 کسان مړۀ


د پاکستاني مسافرو په بس افغانستان کې بريد ،11 کسان مړۀ

د خالي په ورځ دکرمې ايجنسۍ سره تعلق لرونکي 11 کسان هاغه مهال وژل شوي کله چې نامعلومو وسله والو دافغانستان په پکتیا ولایت کې دهغوي په بس ډزې وکړې.

د مسافرو دغه بس چې کله دپاړه چنار دحدودو څخه ووتو او دافغانستان په له لارې پيښور ته تللو نو په دغه مهال پرې وسله والو بريد وکړو
په ډاګه دې وي چې دټل پاړه چنار روډ دتړل کيدو له امله دمسافرو ټول ګاډي دا مهال پيښور ته دافغانستان په لاره ځي.
او نننۍ پيښه دافغانستان دپکتيا ولايت په وژه سیمه کې رامينځته شوې ده.
سرچينې وائي دوژل شوؤ ټولو کسانو تعلق په کرمه ايجنسۍ کې دشيعه مسلک دمسلمانانو سره دى.
دپکتيا دوالي وياند روح الله سمون له مخې دوسله والو په دغه ترسره شوي بريد کې درې کسان ژوبل شوي دي چې پکې دوه دلوګر اوسيدونکي دي.
په ژوبل شوؤ کې يو ماشوم هم شامل دى.
بل لوري ته چارواکي وائي دپکتيا په احمداباد اولسوالۍ کې تيره شپه دافغاني او ائتلافي ځواکونو لخوا په ترسره شوؤ ګډو عملياتو کې يو جنګيالى وژل شوى او 9 نور نيول شوي دي.
دافغانستان ددفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان وائى تيره شپه ائتلافي ځواکونو يو تندلارى وژلى او 8 يې نيولي او نهم تن اولسي وګړى معلوميږي.
خو دپکتيا دوالي وياند سمون ګيله کوي چې چارواکي يې دتندلارو په ضد دکيدونکو حملو څخه نۀ خبروي.
هغه وائي نن دخالي په ورځ کليوالو دحکومتي دفترو مخې ته احتجاج کړى او وائي وژل شوى او نيول شوي کسان ټول بې ګناه اولسي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG