لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د حافظ سعید سره په مظاهره کې په ګډون کولو فلسطین د اسلام اباد نه خپل سفیر رابللی


د فلسطین د خارجه وزارت یو بیان ترمخه د خالي په ورځ په پاکستان کې د دغه هیواد سفیر د جماعت الدعوه تندروه ګوند مشر حافظ سعید سره په یوه مظاهره کې په ګډون کولو خپل هیواد ته رابلل شوی.

په اسلام اباد کې د فلسطین سفیر ولید ابو علي د جمعې په ورځ په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان پوځي مرکز سره نژدي په یوه مظاهره کې برخه اخستې وه او په دغه مظاهره کې د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا ترهګر ګرځول شوی حافظ سعید هم موجود وو. دغه غونډې ته د تحفظ بیت المقدس نامه ورکړی شوې وه.

د جماعت الدعوه تندروه ګوند مشر حافظ سعید باندې امریکا او هند تور لګوي چې په کال ۲۰۰۸م کې په ممبۍ ښار کې شوي ترهګر برید پلان جوړونکې وو. حافظ سعید تیره میاشت د نهه میاشتو نظر بندۍ وروستو د یو عدالت په حکم ازاد کړی شوی. د ممبۍ په دغه ترهګر برید کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه د فلسطین د خارجه وزارت لخوا خپور شوي یو کې ویل شوي ٫٫ د فلسطیني سفیر په یوه داسې غونډه کې ګډون چې پکې داسې یو تن هم وو چې د نړیوالۍ ترهګرۍ تور ورپورې دی، یوه غلطي ده خو د دې څه جواز نه شي پیدا کیدی.٬٬

د بیان تر مخه د پاکستان نه د فلسطین د سفیر رابللو فیصله د فلسطین د صدر لخوا د یو امر وروستو شوې ده. د هندوستان وتلې ورځپاڼې هندوستان ټاېمز تر مخه د فلسطین لخوا دغه ګام د هندوستان د سخت احتجاج وروستو اخستل شوی.

XS
SM
MD
LG