لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطينۍ ډله وايي پنېځه وسله وال يې د شام او لبنان سرحد سره نژدي وژل شوي


د پاپولر فرنټ فار دي لېبرېشن اف پېلسټاین مشر طلال ناجي
د پاپولر فرنټ فار دي لېبرېشن اف پېلسټاین مشر طلال ناجي

فلسطينۍ مسلح ډلې پاپولر فرنټ فار دي لېبرېشن اف پېلسټاین ویلي پېنځه غړي يې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شام او لبنان پولې سره نژدې چاودنه کې وژل شوي او ۱۰ نور زخمیان شوي دي.

تنظیم وویل چاودنه په قوسایا کلي کې شوې او ويې وېل چاودنه د اسرایلي هوايي حملې نتیجه ده.

روېټرز خبري ادارې د یو اسرایلي چارواکي له قوله وویل چې اسرایل په چاودنه کې لاس نه لري.

په تېرو ۵۰ کلونو کې پاپولر فرنټ فار دي لېبرېشن اف پېلسټاین، پي اېف اېل پي، د اسرایل خلاف ګڼ شمېر بريدونه کړي چې په کې د خلکو اغوا کېدل او په هوايي جهازونو د بم حملې هم شاملې دي.

امریکې پي اېف اېل پي غیر ملکي ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG