لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په الاقصا جومات کې د اسرایلي پولیس او فلسطینیانو جګړه شوې


اسرایلي پولیس وویل ځینو قانون ماتونکو ځوانانو چې مخونه يې پټ وو، ځان سره د اتش بازۍ سامان، کوتکې او کاڼې جومات ته دننه کړي وو، سپورې ستغې يې وېل او د جومات مرکزي دروازه يې بنده کړې وه
اسرایلي پولیس وویل ځینو قانون ماتونکو ځوانانو چې مخونه يې پټ وو، ځان سره د اتش بازۍ سامان، کوتکې او کاڼې جومات ته دننه کړي وو، سپورې ستغې يې وېل او د جومات مرکزي دروازه يې بنده کړې وه

د اسرایلي پولیس او فلسطینیانو ترمنځ په الاقصا جومات کې د شورو، چهارشبنې، په ورځ نښتې وشوې، په غزه کې فلسطيني وسله والو جنوبي اسرایل په راکټو وېشتلی او په جواب کې يې اسرایل هوايي بمباري کړې ده.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په الاقصا کې جګړه په داسې حال کې شوې چې مسلمانان د روژې میاشت لمانځي او یهودیان د پاس اوور لمانځلو تیاری کوي. رپورټ وايي تازه جګړې تاوتریخوالي په پراخه کچه د زیاتېدو ویره راپارولې ده.

ای پي وايي د یروشلم په پخوانۍ مشرقي سیمه کې الاقصا جومات د مسلمانانو دریم مقدس ځای دی او د روژې په میاشت کې په کې د مسلمانانو عبادت کونکو ګڼه وي.

ای پي وایي الاقصا د یهودیانو دپاره هم مقدس مقام دی او د ټېمپل ماونټ په نامه يې یادوي. فلسطینیان يې د الحرم الشریف په نامه هم بلي.

د طبي امداد فلسطيني ادارې سره صلیب وویل په مسجدالاقصا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ تشدد کې ۵۰ کسان زخمیان شول. اسرایلي پوځ وویل یو عسکر يې په بېلا پېښه په وېسټ بېنک کې وېشتل شوی دی.

ای پي د فلسطيني ادارې یو چارواکي له قوله وویل د ادارې چارواکي د مصر، اردن، امریکا او متحده قومونو سره په رابطه کې دي چې تاوتریخوالی کمولو کې مرسته وکړي.

د ای پي ترمخه هغه فلسطينیان چې اسرایلي پولیس نیولي وو او بیا یې ازاد کړل، هغوی وویل چې اسرایلي پولیس د ښځو او ماشومانو په شمول فلسطينیان په کوتکو، کرسو، د ټوپکو په کنداغونو او چې په لاس ورتلل، ووهل او فلسطينیانیانو پولیس په کاڼو وویشل.

اسریلي پولیس وویل د هغو وډیوګانو تصدیق نه شي کولی چې ښښي پولیس فلسطینیان وهي.

د مارچ په ۲۲ نېټه روژه د شروع کېدو راهسې فلسطینیان کوښښ کوي چې په الاقصا جومات کې شپه تېره کړي خو د دې اجارت عموماً د روژې په اخیریو لسو ورځو کې وي او اسرایلي پولیس وخت په وخت چاپي وهې او جومات خالي کوي چې په نتیجه کې يې د فلسطينیانو سره نښتې کېږي او تاو تریخوالی زیاتېږي.

ای پي وايي په الاقصا جومات د واک اختیار په اړه په داسې حال کې هم زیات شوی چې انتهاپسند قام پرسته یهودیانو غږ کړي چې د پاس اوو دستورې په لړ کې به د الاقصا جومات به انګڼ کې د وزې قرباني کوي. اسرایل په دغه عمل پابندي لګولې خو انتهاپسند یهودیان دغه روایت بیا راژوندی کول غواړي. یهودیانو د هغه چا دپاره د انعام اعلان کړی چې د جومات انګڼ ته وزه ورسوي.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو لوظ کړی چې د مسجد الاقصا موجوده حېثیت به برقرار ساتي.

ای پي وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ تر ۸۰۰۰۰ فلسطینیانو په جومات کې دننه ځان بند کړل چې شپه په جومات کې تېره کړي ځینو وېل چې کوښښ به کوي چې یهودیان د جومات په انګڼ کې وزې د قربانۍ دستوره و نه کړي. بیا اسرایلي پولیس د کوتکو په لاس په جومات ورننوتل.

اسرایلي پولیس وویل ځینو قانون ماتونکو ځوانانو چې مخونه يې پټ وو، ځان سره د اتش بازۍ سامان، کوتکې او کاڼې جومات ته دننه کړي وو، سپورې ستغې يې وېل او د جومات مرکزي دروازه يې بنده کړې وه. اسرایلي پولیس وویل جومات دخالي کولو دپاره چې خبرې ناکامه شوې نو پولیس په زور ور ننوتل او په دې مهال یو پولیس افسر په پښه زخمي شو.

اسرایلي پولیس وویل ۳۵۰ فلسطينیان ګرفتار کړی شوو.

د الاقصا جومات انتظام په اردن کې د وقف نومې ادارې په لاس کې دی. وقف د اسرایلي اقداماتو غندنه يې وکړه. ادارې وویل جومات مسلمانانو د عبادت ځای دی خو اسرایلي اقداماتو د دې شناخت خلاف ورزي وکړه.

ای پي وویل ځیني نیول شوي کسان چې اسرایلي پولیس وروسته ازاد کړې ويې وېل په دې شرط پرېښودل شوي دي چې د یوې هفتې پورې به الاقصا ته نه ورځي.

ای پي وایي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ۴۵ کلونو نه د عمر فلسطینیان په الاقصا جومات کې د سحر لمونځ ته نه پرېښودل کېدل.

يه غزه کې مېشته فلسطيني وسله والو جنوبي اسرایل په راکټو وويشتلو.

اسرایلي پوځ وویل پېنځه راکټونه ويشتل شوي وو چې د اسرایل دفاعي نظام ناکاره کړل.

اسرایل وویل د فلسطیني وسله والې ډلې حماس د وسلې ګودام يې په هوايي بمبارۍ کې ويشتلی دی.

د پاس اوور دستورې نه مخکې په سلګونو یهودیانو د مسجدلاقصا دوره وکړه.

ای پي وايي یهودیان د مسجد الاقصا انګڼ ته ورتللی شي خو عبادت نه شي کولی.

فلسطينی وسله والو ډلو حماس او اسلامک جهاد په یروشلم او وېسټ بېنک کې په فلسطینیانو غږ کړی چې د الاقصا جومات چارچاپیره دې شي او د اسرایلي امنیتي ځواکونو مخه دې ونېسي.

ای پي وایي د ادارې د شمېرو ترخه سږ کال تراوسه پورې ۸۸ فلسطینیان د اسرایلي ځواکونو په ډزو کې او ۱۵ اسرایلیان د فلسطینیانو په حملو کې وژل شوي دي. اسرایل ويي زیاتره وژل شوي فلسطینیان وسله وال وو او د یو وژل شوي اسرایلي نه علاوه نور ټول ملکي کسان وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG