لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : مکرم خان د وژنې پرسرخبریالانو د پارلېمان کاروائی بائیکاټ کړې


د ډيوه ريډيو خبريال مکرم خان عاطف تېره ورځ د پاکستان خيبرپښتونخوا صوبه په شبقدر سېمه کې د طالبانو وژل ؤ.
د ډيوه ريډيو خبريال مکرم خان عاطف تېره ورځ د پاکستان خيبرپښتونخوا صوبه په شبقدر سېمه کې د طالبانو وژل ؤ.

د شورو په ورځ د ډیوه ریډیو خبریال مکرم خان عاطف د وژنې پرسر خبریالانو د پاکستان د قامي اسمبلۍ او د سېنټ د کاروائې بائیکاټ کړې.
خبریالانو د حکومت نه غوښتنه کوله چې د مکرم خان عاطف د وژنې دې پلټنې وشي او صحافیانو ته دې تحفظ ورکړل شي.
د ډيوه ريډيو خبريال مکرم خان عاطف تېره ورځ د پاکستان خيبرپښتونخوا صوبه په شبقدر سېمه طالبانو وژلی ؤ.
د طالبانو یو ویاند احسان الله احسان تېره ورځ د ټیلي فون د لارې ځېنو خبریالانو ته ویلي وؤ چې دوي مکرم خان عاطف وژلی دی.
خبریالانو ویلي چې تراوسه د کوم خبریال وژونکي نه دې نیول شوي.
ارواښاد مکرم خان په کال 2012م کې وژل شوى لمړى پاکستانى خبريال ؤ. په جنوبي ايشياء کې د صحافيانو د استازي تنظيم سيفما سيکرټري جنرل امتياز عالم د پاکستان دحکومت په باور د تحفظاتو څرگندونه کړې او وئيلي يې دي چې په تيرو وختونو کې هم دغسې ادعاوې شوي خو کله هم مجرمان د قانون منگول ته نۀ دي راوستل شوي.
هغه وائي ددې له امله دترهه گرو ډاډگيرنه شوې، زۀ به وفاقي او صوبائي حکومتونو او پلټنيزو ادارو څخه غوښتنه کووم چې ددغه تازه پيښې پلټنې وکړي او تر وژونکو پورې ورسيږي.
پاکستان پرله پسې ددوؤ کلونو څخه دصحافيانو لپاره خطرناک ترين هيواد گرځولى شي، دغلته په 2011م کې په مجموعي توگه 11 صحافيان وژل شوي او لسگونو نورو ته دمرگ گواښونه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG