په کوټه کښې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د پښتو نړيوال کنفرانس کښې برخه وال وايي د یولسم سپټمبر له پېښي ورسته په پښتو ژبې، ادب او کلتور باندې ډېر اغېز شوی او د ملت پالنې، وطن پالنې او د یووالې عنصر پکښې ډېره وده کړې د خو وای چې د تاريخ، فلسفې، اقتصاد او ساېنس په برخو کې ډېر کار کول دي.
د پاکستان په کوټه ښار کې د پښتو درې ورځني نړيوال کنفرانس کښې د پاکستان، افغانستان، اروپا او روسيې څخه د پښتو ژبې پوهان، لیکوالان، او شاعران ګډون لري او له امریکا څخه اديبانو د سکائپ له لاري پکښې برخه اخستې د.
ډيوه رېډیو د روانو چارو په خپرونه کښې د روسيې الېګزنډر یاکوف و وېل چې د حکومتي سرپرستي نه درلودلو برسېره هم پښتو د روسيې په پوهنتونو کښې له تېر یونیم سل کلنو څخه لوستل کېږي هغه ووېل له پښتنو او پښتو سره ډيره مينه لري او د پرمختګ لپاره ېی کار کوي.
د کوټي پوهنتون پروفېسر برکت شاه کاکړ، د کابل پوهنتون پروفېسر اجمل ښکلې او د پښتو وتلی شاعر و لیکوال عارف تبسم و ډيوه رېډيو ته و وېل چې تر څو له پښتو سره حکومتي سرپرستي نه وي او د ګټې وټې ژبه نه وي جوړه شوې تر هغو به يي وده ډېره سوکه وي.
زیاتره برخه وال پدې موافق و چې پښتنو کې د ليک او لوست مېنه ډېره کمه د.
د ډيوه رېډیو دغه بحث په لاندېني لينک اورېدی شی کوربه نصير کاکړ دې