لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که غوښتنې پوره نه شوې میاشت وروسته بیا راغونډیږو: پښتون لاریون


islamabad protest press release
islamabad protest press release

په اسلام اباد کې د پښتون لاریون او حکومت ترمېنځه د مذاکراتو وروستو د لاریون مشر منظور پښتین راغلو خلکو ته ویلي که غوښتنې مو پوره نه شوې نو میاشت وروستو به بیا په اسلام اباد کې راغونډیږو او دغه لاریون ته به دوام ورکوو.

د پښتون لاریون راجوړونکو یا پښتون تحفظ مومنټ لخوا خپور شوي یو خبر پاڼه یا پرېس ریلیز کې ویل شوي چې نن د دغه لاریون مشرانو د پاکستان وزیراعظم سره لیده کاته کړي، چې پکې وزیراعظم د دغه احتجاج کونکو ټولې غوښتنې منلو ژمنه کړې کومه چې به په لیکلې بڼه کې هم وړاندې کیږي.

د پښتون تحفظ مومنټ لخوا خپور شوي پرېس ریلیز کې ویل شوي دغه لاریون د جنورۍ په ۲۵مه نیټه د ډي اېي خان نه پیل شو، چې بیا د بنو، دره ادم خیل، پیښور، چارسدې، مردان او صوابۍ په لار د فرورۍ په لومړۍ نیټه اسلام اباد ته رسیدلی وو. دغه لاریون کې د حکومت نه دغه پینځه غوښتنې شوې وې.

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي

٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي

٣ ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي

۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو ګرځبندیز (کرفیو) نه لګول کیږي

٥ ـ په فاټا کې دې ځمکني ښخ کړي بمونه (ماینونه) صفا کړی شي

د دغه پریس ریلیز تر مخه د پښتو لاریون مشرانو او ګډون کونکو په ګډه دا فیصله کړې چې دغه لاریو به د یوې میاشتې پورې ځنډوي او په دغه موده کې به دوي ګوري چې ایا د حکومت لخوا شوې ژمنې پوره کیږي او که نه. د لاریون انتظامې ویلي که په یوه میاشت کې دغه غوښنې پوره نه شوې نو دوي به یو وارې بیا په اسلام اباد کې راغونډیږي او خپل لاریون به بیا پیل کوي.

د خبر پاڼې په اخره کې په دغه لاریون کې د ګډون کونکو مننه هم تر سره شوې چې په دغه لسو ورځو کې يې په دغه سوله ایز لاریون کې ګډون وکړو او چا ته يې هم څه زیان نه دی رسولی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG