لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له ژونده ستړي "پانو" د خپل مرګ په وخت څه وېل؟


د پانو خپل نوم ايوب خان و، زمونږه دېوال په دېوال ګاونډی و په خپلو روڼو خوېندو کې د ټولو کشر و ډېر نيازبين و هر وخت به د مور نه مرور و او هغې عاجزې به په غريبه غريبۍ کې د پانو پخلا کولو لپاره قسماقسم خوراکونه او مېوې په کور کې ساتلې او چې کله به پانو په څه خبره خفه شو نو مور به ورله زر د خپل زوړ صندوق نه بسکټ، مونگ پلي يا چڼې راوخستې.

زه چې وس پيټزا (PIZZA) ووينم نو ماته پانو راياد شي ځکه چې پانو له به مور د تنور په توده ډوډۍ کوچ مږلي وو او ورته به يي پرې د پاسه سور مرچکی دوړولی و. پانو به د خپل کور مخې ته ولاړ و په خوند خوند به يي ترې چکونه کول.

پانو په ټول کلي کې د تريخ مرچکې خوړلو لپاره مشهور و خو يو شی و چې څنګه به يي تريخ مرچکې خوړ دغسې پخپله هم ډېر تريخ و چې يوځل به غصه شو نو بيا به ډېر په ګرانه قلارېده.

وخت تېرېده، پانو هم لکه د کلي د اکثره ځوانانو په څېر د سکول کالج نه بې برخې پاتې شو او د خان په پټي کې به يي ګوډ چاري کوله.

چې ځلمی شوو نو د کلي د نورو سړو سره کراچۍ ته لاړو او بيا يي دغه ژوند شو چې ډېر وخت به يي په کراچۍ کې و او لږ وخت له به کله کله په روژه يا اخترکې کلي ته تلو.

پانو په ماشوم والي کې دومره صحت مند او تکړه و چې په خپلو همځولو کې به ورته څوک هم نه شو ټينګېدی، خو د ټول عمر مزدورو او کړاونو ، دياړيو او کودايانو د خپل عمر نه مخکې زوړ کړی و او په ځوانه ځوانۍ کې به ډېر بوډا ښکارېده.

تېره ورځ راته د کلي يو سړي ووېل پانو په کراچۍ کې مړشوی دی.

ما ترې تپوس اوکړو چې څنګه او چرته؟

وېل يي د پشه کال په سخته ګرمۍ او دوپ (خوپ) کې يي لس فټه ژوره کدايي کوله چې په زړه يي خړه راغله، کورته يي ټېلي فون اوکړو ښځې ته يي وېل په زړه مې خړه ده ګډوډ يم داسې ښکاري چې ژوندی به پاتې نه شم، خو ددې ژوند نه مې هم زړه پوخ دی، دا څه ژوند دی؟ د دې ژوند مېرمن واخلم!

په دې خبرو د پانو د لاسو نه فون ښکته غورځېدلی و او چې ملګري يي خبرېدل نو پانو د ستړي ستړي ژوند سترګې پټې کړې وې.

چې کښېني نورو وطنونو له ځلمي لويوي

مېندې لېونۍ دي، نا دانې دي—(ساېل)

XS
SM
MD
LG